د غزني پوهنتنون يو شمېر ښځينه محصلې چې د دې ولايت له نورو ولسواليو او نورو ولايتونو پر زده‌کړو بوختې دي، د ليليې نشت له کبله زده‌کړې خوشې کوي.

دغه محصلانې وايي، د ليليې نشت يې ورنه د زده‌کړو د دوام فرصت اخيستی دی. دوی وايي، په اوونيو اوونيو اړې شوي، کوڅه په کوڅه وګرځي تر څو اوسېدو لپاره ځای پيدا کړي؛ خو څوک نه حاضرېږي چې کور ورته په کرايې ورکړي.

د غزني له قره‌باغ ولسوالۍ نه راغلې راضیه محمدي چې غزني پوهنتون کې پر لوړو زده‌کړو بوخته ده وايي، له کوره لرې په کرايي خونه کې اوسېږي.

راضیه وايي، د غزني د خراب امنيتي وضعيت له کبله او نجونو ته د ليليې نشت له سختو ستونزو سر مخ کړې ده.

د نوموړې په وينا، د ټولنې د سنتي‌توب له کبله کم خلک حاضرېږي، هغو نجونو ته چې له کوره لرې اوسېږي، د اوسېدو لپاره خونې په کرايه ورکړي.

شکیلا شفايي هم له جاغوري ولسوالۍ راغلې وايي، د زده‌کړو ۳ کاله يې په کرايي خونو کې له ډېرو ستونزو سره تېر کړي دي.

شفايي وايي، په اوونيو اوونيو اړې شوي، کوڅه په کوڅه وګرځي تر څو اوسېدو لپاره ځای پيدا کړي او کومې خونې يې چې پيدا کړې هم دي ډېری يې اضافي توکيو لپاره جوړې شوې وي چې د اوسېدو سهولتونه نه‌لري.

رېزه گل محمدي بله محصله ده وايي، هغه پيسې چې د پوهنتون له لوري د اعاشې بدل کې ورکول کېږي، بسنه نه‌کوي او ډېر وخت هم پر خپل وخت نه ورکول کېږي.

رېزه‌ګل وويل، د غزني پوهنتون د ليليې نه فعالېدل لامل شوی چې ډېری نجونې خپلې زده‌کړې له پوره کولو پرته خوشې کړي. د نوموړې په وينا، يو شمېر يې په ډېرو ستونزو دغې ته غاړه ايښې او له رنځه ډک ژوند تېروي.

د غزني پوهنتون رييس بایر درمل وايي، ياد پوهنتون کې د نجونو ليليه په دوه ودانيو کې جوړې شوې ده چې د ۳۰۰ زده‌کوونکيو د اوسېدو ظرفيت لري.

درمل وايي، اوس مهال غزني پوهنتون کې ۱۰۰۰ نجونې  پر زده‌کړو بوختې دي او د ليليو اوسنۍ ودانۍ د وسايلو له کمبود سره مخ ده.

غزني پوهنتون کې محصلانې د ياد پوهنتون له رياست او محلي حکومت نه غواړي چې دا ستونزه يې ورته حل کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام