د پکتیا بڼوال: په مني کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول د ونو د ودې لامل کېږي

په پکتيا کې يوشمېر بڼوال او د دې برخې کارپوهان وايي، د مني په موسم کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول ډېره ګټه لري. د دوی په وینا، حيواني سره تر ونو لاندې ځمکه نرموي او د ونو په وده کې مهم رول لري.
د پکتيا د احمداباد ولسوالي یو بڼوال روزي‌خان وايي، په خپل بڼ کې حيواني سره په دوو وختونو کې کاروي چې يو د مني موسم او بل هم په پسرلي کې د غوي میاشت ده.