د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې نن د کرېکټ شل اووره نړیوال جام د لومړي پړاو سیالیو په لړ کې نیدرلنډ لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړه او د یاد جام د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار وموندله.

د نیدرلنډ لوبډله په دې ماتې سره په دویم ځای کې دی او د عربي متحده اماراتو او نمیبیا لوبډلو ترمنځ سیالي ته په تمه دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سریلانکا لوبډلې په دې سیالي کې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو نیدرلنډ ته د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د سریلانکا لپاره کوشال مېنډس ښه وځلېد او ۷۹ منډې یې جوړې کړې.

نیدرلنډ لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ځواب کې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې جوړې کړې او دغه سیالي یې د ۱۶ منډو په توپیر سریلانکا ته وبایلله.

د نیدرلنډ لپاره ماکس و ډووډ ناسوځېدلې ۷۱ منډې وکړې، خو لوبډله یې له ماتې ونشوای ژغورلی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

له یاد ګروپ څخه بله او وروستۍ لوبه د عربي متحده امارات او نمیبیا لوبډلو ترمنځ روانه ده او که نمیبیا یې په ښه رنز رېټ وګټي، د نړیوال جام بل پړاو ته لار پیدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام