د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې «داعشي طالبانو» په یوه لیک کې ورته خبرداری ورکړی که د دې ډلې یو بندي هم په دار را وځړول شو، کابل به د شیعه‌ګانو پر وژنتون بدل او د هغو کسانو سرونه به پرې کړي چې دوی تښتولي دي.

نوموړي ویلي چې د کابل ملي امنیت ریاست ته یې لارښوونه کړې، هغه داعشي طالبان چې د قانون په منګولو کې دي، خپلو شبکو ته دې پیغام ولېږي چې دولت ته یې ټوله شجره معلومه ده.

هغه لیکلي: «دا چې تر اوسه یې مخه نه ده نیول شوې، بېل بحث دی چې زموږ له مهارتونو او وړتیاوو سره مستقیمه اړیکه لري. داعشي طالبان دې پوه شي، هېڅ ګواښ به خلکو ته د هغو انسان‌وژونکو د ور پېژندلو مخه ونه نیسي چې موږ یې ور پېژنو. هېڅ ګواښ.»

صالح زیاته کړې، له قضاییه قوې نه یو ځل بیا غواړي چې داعشي طالبان په علني ډول محاکمه کړي او د هغو کسانو محکمه دې هم ګړندۍ کړي چې له دې مخکې نیول شوي وو. هغه ویلي چې دا مبارزه د مسایلو په پټولو سره د پام وړ پایله نه ورکوي.

خو د ولسمشر د کلتوري چارو سلاکار شاه‌حسین مرتضوي د امرالله صالح د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې «د شیعه‌ګانو ډارول بند دي» او په وینا یې، داعشیان او طالبان د بشریت او افغانستان دښمنان دي.

د هغه په وینا، خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې باید د شیعه‌ګانو ډارولو ته لمنه ونه وهو، د معلوماتو رسولو ډول او میتود مو باید مسلکي شي او د دښمن له رواني جګړې سره مرسته ونه کړو.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق او د ټولنیزو شبکو یوشمېر چلوونکو هم د امرالله صالح د دغو څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی، خو نوموړي تر اوسه د دغو غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال پر کابل ښار د نننیو راکېټي بریدونو په اړه لیکلي: «د غونډې پر مهال پر کابل ښار د خیرخانې له لب‌جر سیمې نه د راکېټي بریدونو خبر راورسېد. تراوسه پرېکنده حکم نه شو کولای؛ خو وویل شول چې یو هېوادوال مو په‌کې شهید او یوه ښځه‌ ټپي شوې ده. د ترهګرو پر وړاندې د دغې ناکامۍ داغ به د دولت له مخ نه پاکه کړو.‎»

صالح زیاته کړې، که څه هم دا ناکامي مني، خو د هغو امنیتي ځواکونو او مسوولانو پر زیار او قرباني ورکولو هم سترګې نه پټوي او ترڅنګ یې ولاړ دي چې هر سهار وختي یې د هېوادوالو لپاره خپل سرونه په لاس کې نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام