د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې خصوصي سکټور او د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان چې له دوه ورځو راهيسې په اسلامکلا ګمرک کې د اور لګېدو له کبله د اوښتو زيانونو په اړه څېړنې لپاره هرات کې دي، نن يې په يوه خبري ناسته کې خپلې موندنې ټوليزې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل رييس سیدزمان هاشمي په دې ناسته کې وویل، د دوی څېړنې ښيي چې اسلامکلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د ۳۷۰ د تېلو ټانکرونو په ګډون له ۲ زرو ډېر د وارداتي توکيو موټر په بشپړه توګه سوځول شوي او له ۷۰ ډېر د توکيو موټر او کانټينرونه ورک دي.
د هاشمي په وينا، اټکلونه ښیې چې د دې پېښې په پایله کې سوداګرو او موټرچلوونکيو ته سلګونه ميلیونه ډالر زیان اوښتی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر خانجان الکوزی په ګمرک کې، د نورم او سټنډرډ ادارې او د حکومت له لوري ګمرک ته د اروزنې په موخه لېږل شوی پلاوی او د ظرفيت او تاسيساتو نشت اسلامکلا ګمرک کې د اور لګېدنې اصلي لاملونه ګڼي.
خانجان الکوزي په دې ناسته کې پر حکومت په ځانګړې توګه پر ولسمشر نیوکه وکړه ويې ويل، په داسې حال کې چې اسلامکلا ګمرک کې ناورين شوی؛ خو حکومت دغه پېښه ساده بابېزه ګڼلې او د دې پرځای چې د پېښو څېړلو لپاره يې هرات ولايت ته مرستيالان او يا د سوداګرۍ او ماليې وزيران لېږلي وای، يو مرستيال يې لېږلی دی.
نوموړی وايي، د سوداګرو له قوله لومړۍ موندنې ښيي چې له اورلګېدنې وړاندې اسلامکلا ګمرک ته د څېړنې په موخه يو پلاوی ورغلی و او له سوداګرو یې د تېلو ټانکرونو او نورو توکيو موټرونو څخه د ۸۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه ترڅو دوی خپل موټر لرې کړي او له همدې کبله يې دوو اونیو لپاره د موټرو ايستو ته اجازه نه ورکوله.
د الکوزي په وينا، پايله کې مرکزي پلاوي د پېښې په سهار کې د ۵۰۰زرو ډالرو په اخيستو هوکړه وکړه؛ خو دغه پېښه وشوه. الکوزی زياتوي، د څېړنو په موخه ياد ګمرک ته په تېر يوه کال کې له مرکزه ۲۵ پلاوي ورغلي.
په دې ناسته کې د ولسي جرګې غړی محمد صادق قادري اسلامکلا ګمرک پر فساد او د ماليې وزارت پر بېکفايتۍ په نيوکې سره وايي، په دې ګمرک کې هر چا ځان ته لاره جوړه کړې او له موټرچلوونکيو باج اخلي. د نوموړي په وينا، ټول هغه پلاوي چې له کابل څخه ګمرک ته د څېړنو په موخه استول کېږي، د وضعیت د ښه والي پرځای فساد خپروي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس زلمی منګل چې هرات د زيانونو څېړنې په موخه د پلاوي په راس کې دی سلاموطندار ته وايي، له ارزونو وروسته د ګمرک د لوړ رتبه مسوولانو په ګډون، د ګمرکونو د پوليسو قطعې، د نورم او سټندرډ مسوولان او د خصوصي شرکتونو مسوولان چې له نفتي موادو نمونې اخلي، ۱۲کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د منګل په وینا، د ترسره شويو څېړنو پر بنسټ، د اور لګېدنې په ورځ اسلامکلا ګمرک کې ۴ زره او ۲۲۶ موټر ولاړ وو چې له دې ډلې ۹۷۵ موټر سوځېدلي او ۳ زره او ۲۵۱ نور موټر د امنيتي ځواکونو په مرسته له سيمې بهر شوي دي. منګل په پراخه کچه اداري فساد، د نفتي توکو غیر مسلکي نمونه اخیستل، د موټرونو بې نظمه درول او ګمرکي محصولاتو کې ځنډ د اور لګېدو لاملونو په توګه یاد کړل.