د پخواني حکومت د سترې محکمې یو شمېر قاضیان وايي، ټاکل شوې وه نن د سترې محکمې د دروازې مخې ته د خپل برخلیک روښانېدو په اړه خبري غونډه جوړه کړي. خو د دوی په وینا، د اسلامي امارت د سترې محکمې چارواکو د دغه خبري غونډې مخه نیولې ده.

د پخواني حکومت یو قاضي همایون طاهري سلام وطندار ته وویل؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت شاوخوا ۲ زرو ۵۰۰ قاضیان له دندې ګوښه کړای شوي او پرځای یې اسلامي امارت پورې اړوند کسان ګومارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي؛ دوی غوښتل د خپل بې‌برخلیک ژوند په اړه د رسنیو په حضور کې غونډه جوړه کړي، خو د اسلامي امارت د سترې محکمې ویاند مشعل افغان مداخله کړې او دا غونډه یې لغوه کړه.

همایون طاهري زیاتوي: « د قاضیانو غونډه چې شاوخوا سل یا ۲۰۰ کسان وه، د سترې محکمې ویاند چې له هغې ځایه تېرېده زموږه غونډه یې ګډه وډه کړه او موږ ته یې وویل چې لاړ شئ تاسو د کفري نظام څخه یاست، تاسو باید راټول نه شئ. دلته. سره له دې چې موږ دوی ته واضح کړل هر څه چې موږ لاریون نه لرو پرته له دې چې موږ غواړو خپل غږ چارواکو ته ورسوو.»

د سترې محکمې یو شمېر ګوښه شوي کارکوونکي د اسلامي امارت د سترې محکمې د ناسم چلن څخه  شکایت کوي او وایي چې له دوی سره فزیکي چلن هم شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سترې محکمې یو بل لرې شوی کارکوونکی قاضی شعیب ادعا کوي چې د اسلامي امارت ځواکونو په فزیکي چلن سره، دوی د غونډې نه جوړولو ته اړ کړي دي.

غوښتل مو د اسلامي امارت د سترې محکمې د ویاند مشعل افغان د نظر هم واخلو خو د بیا بیا هڅو سره سره هم بریالي نه شوو.

د یادونې ده چې د سترې محکمې یو شمېر لرې شوي کارکوونکي وايي: دوی لیواله دي چې د تېر په څېر خپلو کارونو ته ور وګرځي؛ خو د اسلامي امارت د سترې محکمې چارواکو د دوی غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام