Asset 1SWN

میانمار کې پوځي کودتا؛ د انګ‌سان سوچي په ګډون ټول چارواکي نیول شوي

110128198_gettyimages-1187547075-1-p27n8yg1justc6814niued6o1l89jbiorianvsbtec

میانمار کې پوځ نن سهار د دغه هېواد  د ولسواکۍ ملي ټولنې رهبرې انګ‌سان سوچي پر ضد کودتا کړې ده او د نوموړې په ګډون يې د حکومت مهم لوړ پوړي چارواکي نيولي دي.

د میانمار پوځ چې مخکې یې په تېرو ټاکنو کې د پراخه ټاکنيزو درغلیو تورونو څېړلو غوښتنه کړې وه، په میانمار کې يې پر حاکم دولت کودتا کړې او د ملکي چارواکيو په نیولو سره يې په دې هېواد کې د اضطراري حالت په اعلان سره واک ترلاسه کړ.

د پوځ له لوري په يوه ويډيويي پيغام کې ويل شوي، د دغه هېواد واک د یو کال لپاره لوی درستیز مېن‌انګ هلاینګ ته لېږدول شوی دی.

مخابراتي شبکې او انټرنټ له ستونزو سره مخ دي او د ميانمار د رسمي رسنيو پروګرامونه هم بند شوي دي.

د ولسواکۍ ملي ټولنې حزب وياند هم دغه پېښه تاييد کړې او رويټرز ته يې ويلي چې دی به هم ډېر ژر ونيول شي.

پوځ د نومبر ټاکنې نيمګړې بولي او له ولسواکۍ ملي ټولنې یې غوښتل چې نوی حکومت جوړ نه کړي.

د میانمار د پوځ سره متحدې ډلې د ټاکنو پایلې وننګولې او د میانمار پوځ څو اوونیو لپاره ادعا کړې وه چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او ۸.۶ ميليونه درغلي يې پيدا کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام