میانمار کې پوځي کودتا؛ د انګ‌سان سوچي په ګډون ټول چارواکي نیول شوي

میانمار کې پوځ نن سهار د دغه هېواد  د ولسواکۍ ملي ټولنې رهبرې انګ‌سان سوچي پر ضد کودتا کړې ده او د نوموړې په ګډون يې د حکومت مهم لوړ پوړي چارواکي نيولي دي.

د میانمار پوځ چې مخکې یې په تېرو ټاکنو کې د پراخه ټاکنيزو درغلیو تورونو څېړلو غوښتنه کړې وه، په میانمار کې يې پر حاکم دولت کودتا کړې او د ملکي چارواکيو په نیولو سره يې په دې هېواد کې د اضطراري حالت په اعلان سره واک ترلاسه کړ.
د پوځ له لوري په يوه ويډيويي پيغام کې ويل شوي، د دغه هېواد واک د یو کال لپاره لوی درستیز مېن‌انګ هلاینګ ته لېږدول شوی دی.