Asset 1SWN

د حمدالله محب د مېرمنې د ۱۸زره ډالرو معاش په اړه نيوکه

Parliament-1-p27vnwteajj3jyu29579syx0ub892b7tdqkg9uebgo

د ولسي جرګې يو غړی وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خپله مېرمن د  ۱۸زرو ډالرو معاش په ورکړې سره خپله سلاکاره ټاکلې ده.

يادې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن د امريکا ده  او د امنيت شورا برخه کې نه کاري تجربه لري او نه هم تخصص.

ويل کېږي، د حمدالله محب مېرمن د سلاکارۍ ترڅنګ، د امنيت شورا د پاليسۍ رياست مسووليت هم ورپه غاړه دی.

عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن يوازې په تېرو درې اوونيو کې ۷ ځلې د هوايي ډګر د ځانګړې/ VIPمېلمنو له لارې له کابله بهر سفر کړی دی.

د نوموړي په وينا، دغه تګ او راتګ شکمن دی؛ خو تر اوسه پورې هېڅ بنسټ په دې اړه پام نه دی کړی.

ومو غوښتل په دې اړه د ملي امنيت شورا نظر هم ولرو؛ خو مسوولانو يې زموږ اړيکو او پيغامونو ته ځواب را نه کړ.

ملي امنيت شورا دغه ادعا بې بنسټه وبلله.

له دې وړاندې هم د ولسمشر د سلاکارانو او يو شمېر حکومتي چارواکيو د لوړو معاشونو په اړه نيوکې شوې وې. د يادولو ده چې ولسي جرګې د حکومتي کارکوونکيو په معاشونو کې د توازن له کبله تراوسه د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې سند نه دی تصویب کړی او د يادې جرګې غړي غواړي د حکومتي کارکوونکيو معاشونه يو شان کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام