Asset 1SWN

کروخي: د ولسمشر سلاکاران څو مېلمستونونه لري او په عیش‌و نوش بوخت دي

12-ozncdtramfrehk5xcxn3gee201mxthz0qq8gk7zz48

 

د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي چې په کابل کې یې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي سټراتیژۍ د پلي کېدو څېړنې برنامې ته خبرې کولې وویل، په هېواد کې د فساد موجودیت د اندېښنې وړ دی. نوموړې وويل، که څه هم هېوادوال په هېواد کې د فساد د موجوديت له کبله له بدې ورځې سره مخ دي؛ خو د حکومت لوړپوړي کارکوونکي دې شرایطو ته په نه پام؛ د ښه وخت تېرولو په فکر کې دي.

د کروخي په خبره، د ولسمشر غني سلاکاران هر یو څو مېلمستونونه لري او په دې مېلمستونونو کې په عیش و نوش بوخت دي.

خو ارګ د مسعودې کروخي دا څرګندونې ردوي او وايي، که د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي په دې اړه کوم سند لري، وړاندې دې کړي.

له دې ټولو سره سره، په هېواد کې له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځنې سره هم مهاله؛ د فساد ډېرېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د افغانستان روڼتيا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي له فساد سره د مبارزې برخه کې د حکومت په ضعیفې ارادې نيوکه کوي او وايي، له فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت ګامونه نمایشي دي.

د نوموړي په وينا، له فساد سره د مبارزې د ملي سټراتيژۍ پلي کول چې له ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۱۹ کال راهيسې هېواد کې ترلاس لاندې نیول شوې، د طرحې په پلي کولو کې د نه همغږۍ، د برنامو پلي کولو کې محدودیت او په دنده کې د مداخلې له ننګوونو سره مخ وه.

په افغانستان کې د ناروې سفیر اوله اندرباس هم ویلي چې له فساد سره مبارزه باید دوامداره وي او عملي بڼه ولري. اندرباس ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې ثابتې کړي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام