د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي.

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر محمداسماعیل فرقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو کې بې‌بندوباري زیاته وه او جنايي پېښې زیاتې وې چې په دې وروستیو کې یې ګراف راټيټ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فرقاني په وینا، د دوی شمېرې ښيي چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر زیاته کړه چې دې برخه کې د خلکو همکاري اغېزمنه وه او د دې لامل شوه چې دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې راکمې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د فاریاب د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان ژمنه کوي چې د خلکو د امنیت خوندیتوب او ارامۍ لپاره خپلې هڅې کوي او دغه ولایت کې به د جنايي جرمونو د پېښو مخنیوی کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام