Asset 1SWN

کاپیسا کې د «قران ختم» ترسره کېدو پر سر نښته؛ دوه کسان وژل شوي

kapisa-f-p43viwh455947wlqpr664vxiob00s9e4jav1v4apw4

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «قران‌ ختم» ترسره کېدو پر سر د لفظي شخړې له امله نښته رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه یکشنبه شپه د وري ۲۰مه د نجراب ولسوالي د افغانیې درې په «فیروزي» کلي کې د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فایز زیاته کړه چې د دواړو لوریو له‌خوا د ډزو په تبادله کې د اسلم په نوم کس وژل شوی او پلار یې د خپل زوی د وژنې خبر له اورېدو وروسته د زړه حملې له کبله مړ شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند همداراز ویلي چې په دې نښته کې له بل لوري د یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې د پېښې په تړاو درې تورن کسان نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې پروان ولایت کې هم د دوو ورونو ترمنځ د لفظي شخړې له امله یو ورور وژلی شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام