د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت خلکو ته بنسټیز کارونه نه دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، تلې ۲۷مه) کابل کې د کرنې وزارت اړوند د کورنیو تولیداتو اووه ویشتم نندارتون کې د وینا پرمهال وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ملا عبدالغني برادر دې غونډه کې ته په وینا کې ویلي، خلک د اسلامي امارت له سرپرست حکومت ناخوښ دي او اړتیا ده چې د بنسټیزو پلانونو په پلي‌ کولو سره یې قناعت ترلاسه شي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د تېر یوه کال پرمهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت فعالیتونو ته په اشارې سره وویل، «موږ تراوسه دوی«ملت» ته د نمونې په توګه کارونه کړي او دا باید راسره ومنئ، ملت له موږ ناراضي دی او باید قناعت یې ترلاسه کړو.»

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز له سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد کې پانګونه وکړي او ابادۍ کې یې ونډه واخلي.

ملا عبدالغني برادر همداراز د سرپرست حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې هر یو باید خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي او زیاته یې کړه چې ولس ته باید اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړه چې د افغانستان له کانونو باید په سمه توګه ګټه واخېستل شي او له دې لارې خلک او هېواد ځان‌ بسیاینې ته ورسېږي. د نوموړي په وینا، که افغانستان د نغدو پیسو له نشتون سره مخ دی، خو د کانونو له اړخه شتمن دی او باید د سپړلو لپاره یې بنسټیز کارونه وشي.

په ورته مهال په دې غونډه کې د رییس‌الوزرا دویم اقتصادي مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې هېواد کې د کرنې برخه کې بنسټیز کارونه نه دي شوي او په وینا یې، کوم کارونه چې شوي، د ګوتو په شمېر دي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې د کورني تولیداتو د صادراتو په موخه هوايي دهلیز پرانېستل شوی او افغانستان به له دې لارې خپل کورني تولیدات نورو هېوادونو ته لېږدوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په ورته مهال د رییس‌الوزرا دویم مرستیال هغه ټولې اوازې ناسمې وبللې چې ګواکې افغانستان کې امنیت خراب دی او خلک ځورول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام