که څه هم د کابل د «میوند جادې» اړوند د مسي لوښو کوڅه کې پخوا د مسي لوښو جوړونکو ګڼې هټۍ موجودې وې، خو اوس په یاده کوڅه یوازې د ګوتو په شمېر هټیو کې لوښې جوړېږي.
د مسي لوښو ځینې هغه جوړونکي چې لا هم دغه کوڅه کې د لوښو پر جوړلو بوخت دي، وايي چې څه باندې ۹۰سلنه مسګرانو خپل کسب پرېښی دی.
د کابل په بارانه کوڅه کې یوه مسګر فریدون سلاموطندار ته وویل: «د مسګرۍ صنعت د سقوط په حال کې دی. پخوا دغه کوڅه کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ هټیو شتون درلود. پخوا مو څټک وهونکي درلودل، خفاک مو درلودل، سوداګر مو درلودل، خو اوس یوازې درې هټۍ پاتې چې تولید یې پلورونکي نهلري.»
د نوموړي په وینا، د یادې کوڅې ډېری کسبګرو د مسګرۍ صنعت د کمرنګه کېدو له امله بل کسب ته مخه کړې ده. په ورته مهال فریدون چې ۴۵کاله یې مسي لوښي جوړ کړي، د یاد صنعت راتلونکې ته اندېښمن دی او وايي، که وضعیت همداسې روان، اړ دی چې خپل شغل بدل کړي.
په ورته مهال د یادې کوڅه یو بل کسبګر یارمحمد وايي، له کورنیو تولیداتو نه استفاده د مسګرۍ صنعت د سقوط له لاملونو څخه دي. د نوموړي په وینا، پخوا به د کابل روغتونونو ناروغانو ته په مسي لوښو کې د خوړو د استفادې توصیه کوله، خو اوس د یادو لوښو ځای پلاستیکي لوښو نیولی دی.
نوموړي وویل: «زموږ او ستاسو خلک د مسي لوښو له ګټو خبر نه دي. خلک مسي لوښي پلوري، پر ځای یې پلاستیکي او ارمنیه لوښي اخلي، په داسې حال کې چې دغه لوښي د روغتیا لپاره ګټور دي.»
په همدې حال کې د مسي لوښو د کوڅې یو بل هټۍوال اسدالله د مسي لوښو پر ځای د چیني لوښو استفاده او د کابل د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې لامل شوي چې د مسګرۍ صنعت د سقوط له ګواښ سره مخ شي. د نوموړي په وینا، هېواد کې د مسګرۍ صنعت اوږده تاریخي مخینه لري او د ودې لپاره یې باید کار وشي.
نوموړي وویل: «حکومت باید په ټولو وزارتخونو کې له مسي لوښو استفاده وکړي او خلک هم باید هڅه وکړه چې خپلو کورونو کې له مسي لوښو استفاده وکړي، څو دغه صنعت وده وکړي. له هغه وخت راهیسې چې خلک له پلاسټیکي لوښو استفاده کوي، د خلکو ترمنځ بېلابېلو ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
مسګري یا د مسي لوښو د جوړولو صنعت افغانستان کې اوږده تاریخي مخینه لري. مسګر له خامو مسو څخه لوښي او نور ښکلي توکي جوړوي. خو اوس د مسي لوښو پر ځای کابل کې د نورو بېلابېلو لوښو استفاده او کارونه به د دې لامل شي چې دغه صنعت لهمنځه لاړ شي.