Asset 1SWN

ملګري‌ ملتونه: نړۍ کې د ریکارډ په کچه ۱۱۴ میلیونه وګړي بې‌ځایه شوي

2021-12-22T100012Z_1698619181_RC2DWQ9NXMB0_RTRMADP_3_SYRIA-SECURITY-RUINS-DISPLACED-1698244571

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ټوله نړۍ کې به سږکال د ریکارډ په کچه د بې‌‌‌ځایه شویو کسانو شمېر له ۱۱۴ میلیونه څخه واوړي.

د یاد سازمان په وینا، دغه شمېر بې‌ځایه شوي د شخړو په حل کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل په ګوته کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري پرون چهارشنبه د اکتوبر ۲۵مه یوه راپور کې ویلي: « په ټوله نړۍ کې د جګړې، ځورونې، تاوتریخوالي او د بشري‌حقونو سرغړونې له امله به د تېر کال په پرتله د سږکال د ډسمبر تر پایه نړۍ کې د بې‌ځایه شویو شمېر له ۱۱۴ میلیونه واوړي.»

د روان ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې د بې‌ځایه شویو اصلي لامل په اوکراین، سوډان، میانمار او د کانکو جمهوریت کې شخړې، افغانسان کې بیا د بشري کړکېچ او سومالیا کې طبیعي پېښې او بې‌ثباتي ښودل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنر په راپور کې راغلي چې سږکال اوکراین کې یوولس میلیونه وګړي د جګړې له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي. سوډان کې بیا درې میلیونه کسان جګړې بې‌ځایه کړي دي.

په زوره د بې‌ځایه شویو یو پر درېیمه برخه وګړي د افغانستان، سوریې او اوکراین اړوند اوسېدونکې دي. سوریه په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر لري.

په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې دا مهال د نړۍ په ۱۳۰ هېوادونو کې څه باندې ۶،۵ میلیونه سوریایان بې‌ځایه او کډوال شوې دي.

پر دې سربېره په سوریه کې دننه هم د نښتو له امله ۶،۷ میلیونه وګړي بې‌ځایه دي. په راپور کې د فلسطیني وګړو د بې‌ځایه شویو شمېر په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روان کال په اکتوبر میاشت کې ۱،۴ میلیونه فلسطینیان د اسراییلو د بریدونو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام