Asset 1SWN

د کورونا وېره؛ خوست کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

jp.j 2

 خوست کې په موسمي ناروغیو په ځانګړې توګه پر تنفسي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی. د خوست اوسېدونکي وايي چې د هوا په سړېدو سره د ماشومانو په ګډون ګڼ‌شمېر خلک پر تنفسي ناروغۍ اخته شوي چې وېره لري، کورونا ویروس نه وي.

د خوست اوسېدونکی جاوید سلام‌وطندار ته وویل، د ناروغیو ډېروالي سره هم‌مهاله د بې‌وزلۍ کچه هم لوړه شوې او خلک نشي کولای په شخصي لګښت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «په دې وروستیو کې دا موسمي ناروغۍ یو څه ډېرې شوې دي. نو موږ وېره لرو چې کورونا بېرته نه وي راغلي. د عامې روغتیا وزارت څخه مو دا هیله ده چې دولتي شفاخانو ته پاملرنه وکړي، څو د دې ناروغي مخنیوی وکړي.»

د خوست یو بل اوسېدونکی رحمان وایي، د موسمي ناروغیو د زیاتوالي سره سره د ملکي روغتون په ګډون په ټولو روغتیایي مرکزونو کې امکانات کم دي چې د ناروغانو درملنه په سم دول نه کېږي.

هغه وویل: «په ډېری روغتونونو او کلینکونو کې هغه ډاکټران او درمل نشته چې کوم ته چې زیاته اړتیا لیدل کېږي. په خاص ډول باید زموږ د خوست ملکي روغتون ته باید زیاته پاملرنه وشي، زموږ ملکي روغتون کې زیات مشکلات شتون لري. د خوست په بېلابېلو کلینکونو کې زموږ خواهش همدا دی چې دې مشکلاتو ته په کتو باید د روغتیا برخه پیاوړې شي، څو خلک د روغتیا له برخې څخه برخمن شي او همغه ډول چې د روغتیا د برخې خدامات دي باید خلکو ته ورسیږي.»

بل‌خوا د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم دې ولایت کې پر موسمي ویروسي ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی تاییدوي. د خوست عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل کریم مندوزی وایي، د موسمي ویروسي ناروغیو د مخنیوي لپاره یې د همکارو موسسو پر مټ یې په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره اړین درمل ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي وویل: دغه حقیقت دی چې ساري امراض ډېر شوي دي. د کورونا ټیسټونه موږ دلته لرو هغه لیول د مخکې څخه زیات شوی ندی طبعا د مني موسم چې ورته وایو په دې کې یو ناڅاپه نازله، زکام ،ټوخی او د ستوني درد زیات وي مګر د کورونا ناروغي له مخکې څخه کمه ده؛ زیاته نه ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست د اوسېدونکو په وینا، په لرې پرتو سیمو کې جوړ شوي کلینیکونه د شته نفوس لپاره بسنه نه کوي، یا هم ځینې یې د هستوګنیزو سیمو څخه ډېر لرې دي چې خلک ورته د لارو د خرابوالي له کبله په اساني ناروغان نشي وروستلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام