د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راشي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې دغه سفر ترسره نه شو. د دغه سفر د ځنډېدو په اړه د اسلامي امارت د نظر په اخیستو بریالي نه‌شو.

خو پخوانی طالب چارواکی او د چارو شنونکی سیداکبراغا سلام‌وطندار ته وايي، ښايي دغه سفر پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو پر سر د ستونزو او افغانستان ته د بشري ځواک استولو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو له امله ځنډول شوی وي.

هغه زیاتوي: «دا چې دوی راتلل هم د خلکو دا خیال وو چې د دیورند مسلې او بشري ځواک په اړه به خبری کوي، نو عام ولس یې هم په راتګ خوښ نه‌وو، کیدای شي دوی ته دا معلومه شوې وي، دا خبره چې مونږ کړې خلکو په غرض اړولې او افغانان پوهېږی، نو کېدای شې په همدې دلیل به یا له دې طرفه ورته ویل شوی وی، یا به دوی خپله دا تصمیم نیولی وی چې نه ځو افغانستان ته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سید اکبراغا وایي، ښایي دا سفر راتلونکې کې ترسره شي او اسلامي امارت ته هم په کار ده چې اسلام‌اباد سره اړیکو کې توازن وساتي.

د چارو بل شنونکی فیض‌محمد ځلاند هم په دې باور دی چې د دغه سفر د ځنډېدو لامل ښايي د افغانستان په چارو کې د پاکستاني چارواکو لاسوهنې او وروستۍ څرګندونې وي. هغه وایي، سره له دې چې د پاکستاني پلاوي د سفر ځنډېدو لامل د هوا خرابوالی بلل شوی، خو د همغږۍ نه‌شتون یې هم لامل کېدی شي.

ځلاند زیاتوي: « پاکستان د کمزوري او ځان ته محتاج افغانستان غوښتونکی دی، هېڅ کله نه‌غواړي چې یو باثباته افغانستان یې په ګاونډ کې وي، له همدې امله پاکستان هڅه کوي  په داسې سفرونو او تګ راتګ سره خپلې پالیسۍ په لاره واچوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د راتګ په غبرګون کې نن د کابل هوایي ډګر ته څېرمه لاریون هم پلان شوی و. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون سلام‌وطندار ته ویلي وو، کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر کره نېټه او دا چې څوک به د پلاوي غړیتوب ولري معلومه نه ‌ده.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې د دغه سفر پرمهال به دواړه لوري د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، سوداګرۍ، پر ډیورنډ کرښې او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام