سوړ ژمی، بېوزلي او وزګارتیا، د سوند توکو د بیو لوړېدل او د خلکو بد اقتصادي وضعیت، هغه ستونزې او اندېښنې دي چې کابل ښاریان ورسره مخ دي. سلیمان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه د کابل ښار پر سړکونو لاسونو کې کاغذ پلوري.
دی وايي، د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کابل ته راغلی او د ورځې تر ۲۰۰ افغانیو زیاتې نهشي ګټلی. د هغه په وینا، دغه پیسې یې د ژوند اړتیاووې نهشي پوره کولای.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«زه د سروبي ولسوالي اوسېدونکی یم او دلته په کابل کې اوس ژوند کوم. کور مې په کرایه ده او کاغذونه پلورم چې کله سودا کېږي او کله نه کېږي او د کور ګرمولو لپاره څه نه لرو.»
یوه کارګره ماشومه شازیه وایي، د پلازمېنې سړکونو کې د خلکو بوټان رنګوي. هغې وویل، خپلې خور سره یو ځای چې له دې ۳ کاله مشره ده د کورنۍ لپاره پیسې ګټي چې په ورځ کې ۸۰ افغانۍ پیدا کوي. شازیه وایي چې پلار یې هم معیوب دی او د کار توان نه لري.
دا یوازې سلیمان او شازیه نه ده چې د خراب اقتصادي وضیعت او یخنۍ څخه شکایت کوي، بلکې په زرګونه نور هېوادوال له دغه وضعیت سره کړېږي.
دا چې اسلامي امارت د خلکو د ژوند وضیعت ښه کېدو لپاره څه پروګرامونه لري، وموغوښتل د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو اړیکو نیولو وروسته هم بریالي نهشوو.