موټرچلوونکو مخکې پر یادې لارې د ناقانونه باج اخیستلو له کبله شکایت درلود، خو د طالبانو له راتګ سره په دې اړه د وضعیت ښه‌ کېدو خبر ورکوي. یو موټرچلوونکی احسان‌الله وايي، اوس د شمال‌ ختیځ زون د لویو لارو امنیت ښه شوی او دوی په ارامۍ سره پرې تګ راتګ کوي.

د نوموړي په وینا، مخکې نه یوازې په ننوتونکې دروازه کې پیسې اخیستل کېدې، بلکې له موټرچلوونکو به پر یادې لارې نور باج هم اخیستل کېده. هغه زیاتوي چې اوس ترې څوک باج نه اخلي او یوازې په دوو برخو کې ټرانسپورټي مالیې ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندوز کې د شرکتونو او ټرانسپورټي ټولنو د مجتمع رییس محمدیونس قاسمي وايي، د طالبانو په راتګ سره د دغو ټولنو او شرکتونو ټول موټر خوندي دي او د موټرچلوونکو اندېښنې هم له منځه تللې دي.

بله‌خوا په کندوز کې د طالبانو د ټرانسپورټ رییس ډاکټر حسین وايي چې د مسافروړونکو شرکتونو او موټرچلوونکو له استازو سره یې پرله‌پسې لیدنې کړي او هڅه کوي چې ټرانسپورټي وضعیت ښه کړي. د نوموړي په وینا، که څوک موټرچلوونکي وځوروي، نه یوازې وبه یې نیسي، بلکې سزا به هم ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کندوز په شمال ختیځ زون کې د یوې لویې لارې په لرلو سره د بغلان، تخار او بدخشان درې ولایتونه سره نښلوي او له ټرانسپورټي اړخه یو سټراټېژیک ولایت ګڼل کېږي. دغه ولایت له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام