«د ماشوم پر ازاديو محدوديت، د ماشوم د حقونو ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کړنه ده»

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د پوهنې وزارت له لوري تر ۱۲ کلنۍ د زيات عمر لرونکيو نجونو  د ترانې ويلو د بنديز په غبرګون کې ويلي، د ماشومانو پر ازاديو د محدوديت لګول، د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کړنه ده.

له ياد کميسيونه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زدکړه، د وينا ازادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی، د سن او جنس له تبعيض پرته د ټولو ماشومانو لومړني، بنسټي حقونه دي. د خبرپاڼې له مخې، ماشومان، نجونې او هلکان کولی شي د قوانينو په چوکاټ کې په برابر او ازاد ډول له خپلو حقونو ګټه واخلي.