سرګي لاوروف: د افغانستان ناامني د سیمې لپاره ګواښ ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د مسکو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناامنیو دوام د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي او سیمه ګواښي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له لوري په رسمي ډول پرانېستل شوه.

د غور ډېری روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

د غور دولتیار، چهارسده، پسابند، دولینه، ساغر، تولک او تیوره هغه ولسوالۍ دي چې له دوو میاشتو ډېرې مودې راهیسې د درملو له کمښت سره مخ دي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي او مسوولان وايي چې د درملو کمښت د خلکو او ناروغانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

بلخ کې د نوي کال نمانځلو لپاره چمتووالی

د نوي کال نمانځلو لپاره یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او دغه جشن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او بهر کې هم نمانځل کېږي.
هر کال د نوي کال په را رسېدو سره په بلخ کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي او سږ کال د تېر هغه په پرتله ډېره شوې ده. ټول خلک هڅه کوي چې خپل نابشپړ کارونه سر ته ورسوي، د پېر او پلور بازار تود دی او ښاریان د نوي کال نمانځلو او مېلمنو ته د ښه راغلاست لپاره پر چمتووالي بوخت دي.

کابل کې پر ملکي کارکوونکو چاودنه؛ ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د ملکي کارکوونکو پر یوه کاسټر موټر شوې چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا چاودنه سهار شاوخوا ۷:۲۰ دقیقې د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې شوې ده.