Asset 1SWN

د اريانا نيوز نیول شوي خبريالان بېرته خوشې شول

د اریانانیوز خصوصي ټلویزیون مسوولانو تایید کړې چې د دې شبکې د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت او اسلم حجاب د دوی اقتصادي خبریال د اسلامي امارت له بند څخه خوشې شول. هغوی ویلي چې دغه دوه خبریالان نن د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا خوشې شوي دي.

د یادې شبکې مشر شریف حسن یار هم د هغوی خوشې کېدل تایید کړي او ویلي چې دا دوه خبریالان د اسلامي امارت له خوا د ناڅرګندو دلایلو له امله نیول شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وارث حسرت او اسلم حجاب د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته کابل ښار کې د دې شبکې مخې ته د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ونیول شول. د دغو خبریالانو نیول کېدو په کور دننه او بهر کې غبرګونونه راوپارول.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا ډول کړنې د بیان ازادۍ ته ګواښ بللی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې چې د اریانانیوز د خبریالانو د نیولو په اړه وضاحت ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان هم پرون د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا د اریانانیوز د دوو خبریالانو نیول «خپلسري او غیر عادلانه» بللي او د هغوی د سمدستي او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

د بښنې نړیوال سازمان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته پر خبریالانو او د رسنیو پر ملاتړو پرلپسې د محدودیتونو وضعه کولو څخه اندېښنه ښودلې او ویلي، خبریالان له ګڼو ننګونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام