د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریال ملي ورځې په ویاړ د څه باندې ۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ډلې ۲۰ هغه په بېلابېلو کټګوریو کې د کال د غوره خبریال او د رسنیو کارکوونکو په توګه ونومول چې د یوې رقابتي پروسې له لارې یې نوملیکنه کړې وه او په‌کې بریالي شوي وو.

دغه فدراسیون نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال دغه کسان وستایل. په دې ډله کې د سلام‌وطندار راډیو د خبرونو ویاند هدایت‌الله احدي هم د کال د غوره راډیويي ویاند او خبریالې حمیدې مددي د کال د غوره راډیويي خبریالې جایزې واخیستې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د رهبرۍ غړي ګل‌محمد ګران په دې غونډه کې رسنیو ته وویل چې یاد ۲۰ کسان یې د څه باندې ۴۰۰ کسانو له ډلې چې د فدراسیون په رقابتي پروسه کې یې نوملیکنه کړې وه، د ارزونې او داورانو کمېټې له لوري په هره کټګورۍ کې د معیارونو پر بنسټ، یو ـ یو کس د ۱۴۰۰ کال د غوره کسانو په توګه ټاکلي دي.

ګران وايي چې د ۱۴۰۰ کال لپاره په ټاکل شویو کټګوریو کې ورځ‌پاڼه لیکونکی، څېړنیز خبریال، د سیاسي ټلوېزیوني خپرونو چلوونکی، د اسلامي ټلوېزیوني خپرونو چلوونکی، د ټولنیزو ټلوېزیوني خپرونو چلوونکی، د ټولنیزو راډیويي خپرونو چلوونکی، د رسنیزو خپرونو طراح، تصویري خبریال، خپلواک خبریال، راډیويي خبریال، د ټلوېزیوني خبر ویاند، د راډیويي خبر ویاند، د خبري اژانس خبریال، تصویر اخیستونکی، عکاس، د کال زړور خبریال، د تفرېحي خپرونو ممثل، د سیاسي راډیويي خپرونو چلوونکی، د سپورټي خپرونو چلوونکی او سیاسي ټلوېزیوني خبریال شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې چې د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د روانې کب میاشتې په لومړیو کې د هېواد په کچه د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ترمنځ دا رقابتي پروسه پیل کړې وه چې نن یې د پایلو شریکولو ترڅنګ، هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د فدراسیون کلنی راپور هم وړاندې کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام