افغانستان کې د بي‌ بي سي ټلویزیون پر خپرونو بنديز ولګېد

بي بي سي نن په یوه راپور کې خبر ورکړ چې د اسلامي امارت په مشري حکومت په ټول افغانستان کې د دوی پر ټلویزیوني خپرونو بندیز لګولی دی. په راپور کې ويل شوي چې د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونو سربېره د بي بي سي ازبکي او فارسي ټلويزيوني خپرونې هم له څو ورځو راهیسی بندې شوې دي. د بي بي سي د یادو څانګو ټلویزیوني خپرونې په افغانستان کې د یوشمېر خصوصي ټلوېزيونونو له لارې خپرېدې.