د هلمند مارجې ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت د خلکو شکایت

د هلمند د مارجې ولسوالي اوسېدونکي د یادې ولسوالي په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت څخه د نیوکې ترڅنګ وايي چې د یوه کوچني ټپ او ناروغۍ لپاره مرکز لښکرګاه ښار ته د درملنې لپاره سفر کوي.

د مارجې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، یاده ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو او روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.