د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له پیله تراوسه، په افغانستان کې له جګړې څخه د پاتې ناچادو توکو او ماینونو د چادنې له امله څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د سره صلیب دفتر رییس ایلوي فیلیون پرون د ماینونو له ګواښونو څخه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ناچادو توکو او ماینونو د چاودنې له امله د اوښتونکې مرګژوبلې له ډېروالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دې برخه ته باید جدي پام وشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په افغانستان کې د سره صلیب دفتر رییس نن په یوه ټویټ پیغام کې لیکلي چې په وروستیو درېوو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ کسان چې نیمايي ماشومان دي، د ناچادو توکو او ماینونو د چاودنې له امله مرګژوبله وراوښتې.
نوموړي ټينګار کړی چې افغانستان کې باید له جګړو څخه پاتې ټول ناچادېدونکي توکي او ماینونه پاک شي، څو افغانان وکولای شي په خوندي توګه ژوند وکړي.
دا په داسې مهال ده چې دوه ورځې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف، افغانستان کې له جګړو څخه پاتې د ناچادو توکو د چاودنې له امله د ماشومانو له مرګژوبلې څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.
دغه ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې ۳۰۱ ماشومان افغانستان کې د ناچادو توکو د چاودنې له کبله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. د یونیسف په وینا، دغه شمېرې ښايي ډېرې لوړې وي.
یونیسف همداراز د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دې شونتیا شته چې د ورته پېښو له امله د ماشومانو مرګژوبله زیاته شي؛ ځکه د یادې ادارې په خبره، هغه سیمې چې پخوا ورته تګ منع و، اوس د ملګیانو ورتلل زیات شوي دي.
په وروستۍ او تازه پېښه کې، د هلمند په مارجې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله د یوې ماشومې نجلۍ په ګډون څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد ولایت محلي چارواکي وايي، دغه ماشومانو له درې تر ۱۲ کلونو عمرونه درلودل او هغه مهال پرې د هاوان مرمۍ وچاودېده چې دوی پرې لوبې کولې.