Asset 1SWN

شنونکي: کابل ته د فضل‌الرحمن سفر د پاکستان حکومت له پیغام تش نه‌دی

Pakistani opposition leader and head of Muttahida Majlis-e-Amal (MMA), a religious parties alliance, Maulana Fazalur Rehman leaves after attending a meeting in Islamabad on July 31, 2018.
A group of Pakistani political parties announced a protest demanding new elections following allegations of rigging in last week's nationwide polls that were won by cricket hero Imran Khan's party. "We will run a movement for holding of elections again. There will be protests," said Maulana Fazalur Rehman from the All Parties Conference, which included outgoing ruling party, the Pakistan Muslim League-Nawaz / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل‌الرحمن نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې مولانا فضل‌الرحمن به نن کابل ته سفر وکړي او د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «ټاکل شوې چې نن مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان جمعیت علما ګوند مشر د یوه پلاوي په مشري کابل ته راشي او دلته له بېلابېلو مسوولانو سره وویني او بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وکړي او انشالله دا سفر به یې ګټور وي.»

مولانا فضل‌الرحمن کابل ته له خپل سفر وړاندې رسنیو ته ویلي و چې د خپل سفر پر مهال به د ا.ا مشر سره هم لیدنه ولري، خو د سرپرست حکومت ویاند سلام‌وطندار  دغه لیدنه تایید یا رد  نه‌کړه او په دې اړه یې د سلام‌وطندار پوښتنې ته ځواب ورنه‌کړ.

بل‌خوا د چارو یوشمېر کارپوهان بیا وايي، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د پلاوي دغه سفر تر ډېره د پاکستان د سیاسي ګټو لپاره ترسره شوی او دا مسله به د دې لامل شي چې افغانستان ته لږ ګټه ورسوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «پرون فضل‌الرحمن د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی و او کرښې ورته وکښل شوې چې سفر کې ترې تېر نه‌شي، د همدې لپاره د فضل‌الرحمن سفر د پاکستان حکومت له پیغام خالي نه‌دی.»

افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر سفر په داسې حال کې کېږي چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د کندهار د والي محمدشېر اخند په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی پاکستان ته تللی و.

له بل‌خوا د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه وحید فقیریار د ا.ا او د پاکستان حکومت ترمنځ په اړیکو کې اختلافاتو ته په اشارې سره وايي، د پاکستان حکومت د خپل کورني سیاست له مخې له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري هڅه نه‌کوي.

هغه وویل: «زما شخصي باور دا دی چې کورني ناورینونه له هغې ډلې اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزې چې پاکستان ورسره مخ دی، پاکستان اړ باسي، څو افغانستان سره خپلې اړیکې متشنجې وساتي. ځکه د پاکستان حکومت غواړي د دغه هېواد د ناورینونو ملامتیا پر یوه کس واچوي او افغانستان د دې هدف لپاره ښه مناسب دی.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په موخه دغه سفرونه او هڅې په داسې حال کې ترسرهکیږي چې اوسمهال اسلامي امارت او پاکستان د امنیتي مسایلو او کډوالو پر سر جدي اختلافات لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام