د پاکستان په شمال لوېدیځ خېبرپښتونخوا اړوند سیمه کې د یوې سیاسي غونډې پرمهال د چاودنې له امله ۴۴ کسان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.
دغه چاودنه پرون یکشنبه د جولای ۳۰مه د خېبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالي کې د مولانا فضلالرحمن په مشري د جمعیت علمای اسلام ګوند د پلویانو پر غونډې شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په سمدستي توګه تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یادې غونډې «سټېج» ته نږدې شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام ځینو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو. د پېښې ټپیان د باجوړ او هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې نازک وو، پېښور ته لېږدول شوي دي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند دغه برید په کلکو ټکو غندلی. ویل کېږي چې په دې غونډه کې د یاد ګوند شاوخوا ۴۰۰ کسان راټول شوي وو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې دښمن دغه هېواد کې د جمهوریت خلاف دی او د ده په ټکو دوی به دې کار ته اجازه ورنهکړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا، بلوچستان ایالتونو او یوشمېر نورو سیمو کې ناامني پراخه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.