Asset 1SWN

مولانا فضل‌الرحمن د یوه پلاوي په مشري نن کابل ته راځي

ل

د سرپرست حکومت ویاند وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» د یوه پلاوي په مشري کابل ته راشي.

ذ. مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې مولانا فضل‌الرحمن به نن کابل ته سفر وکړي او د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره به پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «ټاکل شوې چې نن مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د یوه پلاوي په مشري کابل ته راشي او دلته له بېلابېلو مسوولانو سره وویني او بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وکړي او انشالله دا سفر به یې ګټور وي.»

مولانا فضل‌الرحمن کابل ته له خپل سفر وړاندې ویلي و چې د خپل سفر پر مهال به د ا.ا مشر سره هم لیدنه ولري، خو د سرپرست حکومت ویاند سلام‌وطندار  دغه لیدنه تایید یا رد  نه‌کړه او په دې اړه یې د سلام‌وطندار پوښتنې ته ځواب ورنه‌کړ.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تېره اوونۍ یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان جمعیت علمای اسلان ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن به «چهارشنبه، مرغومې ۱۳مه» کابل ته سفر ورکړي، خو وروسته یې دغه سفر د نامعلومو لاملونو له امله وځنډید.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام