Asset 1SWN

کېم‌یو جونګ: هرې پاروونکې کړنې ته په  برید ځواب ورکوو

FILE - In this Sept. 19, 2018, file photo, Kim Yo Jong, right, helps her brother North Korean leader Kim Jong Un sign a joint statement following the summit with South Korean President Moon Jae-in at the Paekhwawon State Guesthouse in Pyongyang, North Korea. North Korea has threatened to end an inter-Korean military agreement reached in 2018 to reduce tensions if the South fails to prevent activists from flying anti-Pyongyang leaflets over the border. The powerful sister of Kim Yo Jong also said Thursday, June 4, 20202, the North could permanently shut a liaison office with the South and an inter-Korean factory park in the border town of Kaesong, which have been major symbols of reconciliation between the rivals.  (Pyongyang Press Corps Pool via AP, File)

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ‌ اون خور کېم یو جونګ وايي چې دغه هېواد به د هرې پاروونکې کړنې ځواب په پوځي برید سره ورکړي.

یو جونګ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د سوېلي‌کوریا پوځ ویلي، شمالي کوریا د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې د لسګونو توپونو ډزې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کېم یو جونګ په یوه بیان کې چې د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس له‌خوا خپور شوی، ویل شوي: «زه دا بیا روښانه کوم چې د شمالي کوریا د پوځ ماشه لا له وړاندې ښوویېدلې.»

نوموړې همداراز دې بیان کې ویلي: «لکه څنګه چې مخکې اعلان شوی، که دښمن یو کوچنی غوځښت وکړي، د شمالي کوریا پوځ به په بیړه توګه ورباندې برید وکړي.»

که څه هم سوېلي کوریا د شمالي کوریا د جمعې ورځې د توپ‌خانو د ډزو په غبرګون کې پوځي مانورونه کړي، خو د نن «یکشنبې ورځې، جنورۍ اوومه» د شمالي کوریا د شویو ازمایښتونو په اړه د کوم غبرګون ښودلو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د شمالي کوریا د مشر خور کېم یو جونګ له دې وړاندې د سوېلي کوریا په ګډون امریکا او لوېدیځ ته د بریدونو خبرداري ورکړلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام