Asset 1SWN

جاپان کې له زلزلې ۵ورځې وروسته ۹۰کلنه مېرمن له خاورو ژوندۍ رااېستل شوې

زلزله

جاپان کې له شوې زلزلې ۱۲۴ ساعته وروسته د دغه هېواد په لوېدیځ کې یوه ۹۰کلنه مېرمن د نړېدلي کور تر ډبرو او خاورو لاندې ژوندۍ رااېستل شوې.

د ریښتر په کچه د ۷.۶ زورولې زلزلې وروسته د ځپلي نوټو ټاپو په شمالي څنډه سوزو کې دغه ۹۰کلنه مېرمن شاوخوا پنځه ورځې تر خاورو او ډبرو لاندې ژوندۍ وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ژغورونکو ډلو په وینا، د ژغورنې د لومړیو ۷۲ ساعتونو وروسته د یوه کس د ژوندي پاتې کېدو چانس په چټکۍ سره راټیټېږي، خو دغه مېرمن په حیرانونکې توګه له ۱۲۴ ساعتونو وروسته ژوندۍ موندل شوې.

ژغورونکې ډلې همداراز وايي چې تر ۲۰۰ کسان لا هم لا درکه دي. د یادې مېرمنې د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د شوې زلزلې له امله ډېری مړینه د ټاپو په شمال وجیما ښار کې ثبت شوې او سوزو کې بیا تر ۵۰۰ کسان ټپیان دي چې د ۲۷ یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرې اوونۍ د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی چې سلګونه کسان ټپیان هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام