Asset 1SWN

سلام وطندار

د شمالي کوریا مشر د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي

in_this_nov._15_2020_file_photo_provided_by_the_north_korean_government_north_korean_leader_kim_jong_un_attends_a_meeting_of_the_ruling_workers_party_politburo_in_pyongyang_north_korea._ap

د شمالي کوریا مشر کېم‌ جونګ اون وروسته له هغې د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي چې ایران کې شویو چاودنو تر ۱۰۰ کسان ووژل او جاپان کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

د تېرې اوونۍ چهارشنبې پر ورځ د ایران په کرمان ولایت کې د یاد هېواد د یوه قومندان قاسم سلیماني د وژنې څلورم تلین په اړه جوړو شویو مراسمو کې دوو غبرګو چاودنو شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن «شنبه، جنورۍ شپږمه» ویلي، کېم د جاپان لومړي وزیر فومیو کشیدا ته دغه هېواد کې د زلزلې له امله خپله خواخوږي وړاندې او هیله یې ښودلې چې اغېزمنې شوې سیمې به ډېر ژر بېرته ثبات ترلاسه کړي.

کېم جونګ اون همداراز د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ته د خواخوږۍ ترڅنګ د «هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې» د شمالي کوریا پر درېدو یې ټینګار کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شمالي کوریا تېره ورځ له سوېلي کوریا سره پولې ته نږدې د توپ‌خانو ډزې کړي چې سوېلي کوریا یې ورته ګام اخیستلو ته اړ کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام