Asset 1SWN

بلخ کې د «برېل خط نړیواله ورځ» ونمانځل شوه

گرامی_داشت از روز جهانی خط بریل در بلخ 1

بلخ کې د یوه خصوصي پوهنتون له‌خوا د «برېل خط» یا د نابینایانو د ځانګړې لیکنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه. په دې نمانځ‌غونډه کې یو‌شمېر نابینایانو او د بلخ محلي چارواکو برخه اخیستې وه.

یو‌شمېر هغه نابینایان چې دغه نمانځ‌غونډه کې یې ګډون کړی، د زده‌کړو او کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی د کتابونو کمښت، دولتي ښوونځیو کې د برېل خط په اړه د استادانو نه‌پوهاوی، د زده‌کړو او کاري فرصتونو نشتوالی او په تحصیلي بنسټونو کې د نابینایانو نه ګومارنه د خپلو اساسي ستونزو په توګه یادوي.

بلخ کې یوه نابینا عبدالرحیم صفا وویل: «هغو کسانو چې د سترګو لید له لاسه ورکړی له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د معلولانو ماشومانو پر سړکونو کار کوي. روغتیا برخه کې ستونزې لري او د کار برخه هم.»

په ورته مهال بلخ کې یوه بل نابینا سیدمحمد یزدان‌پرست سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت نابینایان د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي. «دولتي ښوونځیو کې چې کوم زده‌کوونکي زده‌کړې کوي، د درسي کتابونو کمښت سره مخ دي او مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري. له ۱۲ ټولګي فارغ شوي د برېل خط سره د نه‌اشنایۍ له امله نه‌شي کولای چې پوهنتون ته لاره پیدا کړي.»

په ورته مهال د بلخ د شهیدانو او معلولانو رییس جان‌محمد حکمت وايي، له نورو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ کار کوي، څو نابینایانو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

هغه وویل: «موږ دوی ډاډ ورکو، که یې د کار کولو وړتیا درلوده، فرصتونه به ورته رامنځته کړو. د دوی ستونزو د رسېدنې او پوهنې او روغتیا برخو د دوی د ګومارنې لپاره د ا.ا مشرتابه سره په همغږۍ کار کوو.»

د بلخ د معلولانو د ځانګړي ښوونځي امر هم د نابینایانو ستونزې تاييدوي او وايي، د دغه ولايت د دولتي پوهنتون مسوولانو ورسره ژمنه کړې چې د تحصیلي زده‌کړو په برخه کې به د نابینایانو د جذب لپاره زمينه برابره کړي.

بلخ کې د معلولانو د ځانګړي ښوونځي امر اجمل رحماني وویل: «موږ خبرې وکړې او ژمنه یې راسره وکړه چې ټولنه کې به نابینانو ته د مسلکي خدمتونو، تخنیکي ښوونو او مسلکي کار لپاره زمینه برابره کړي. د پوهنتون مرستیال سره مې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې دا ستونزه به حل کړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان د نابینایانو د ټولنې د شمېرو پر بنسټ، دامهال بلخ ولایت کې شاوخوا ۱۸ زره نابینا شتون لري چې څه باندې ۵ زره یې په بشپړه توګه د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام