Asset 1SWN

افغان نابینا لوبغاړي د لامبو وهلو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

0159491a-46fe-418e-9572-5df940f7b972

افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري بریټانیا کې د لامبو وهلو په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د لامبو وهلو په دغو سیالیو کې د اروپايي هېوادونو شاوخوا ۷۰ لوبغاړو ګډون کړی و چې ولي‌محمد نوري په‌کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د لامبو وهلو په پنځوس مټره واټن کې برخه اخیستی وه چې دغه واټن یې په ۴۹ ثانیو کې وواهه او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

ولي‌محمد نوري د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته افغانانو ته د دې بریا مبارکي ورکړې ده.

نوموړي په یوې ویډیو کې ویلي چې سیالي یې سخته وه، خو د افغانانو په دعا یې دغه ویاړ ترلاسه کړ.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري له دې مخکې هم د ځغاستې او لامب وهلو په بېلابېلو سیالیو کې اتلولۍ ګټلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام