Asset 1SWN

د اټغر ولسوالي سړک خرابوالی؛ خلک: کلات ته د درې ساعتو پرځای ۲۴ساعتو کې رسېږو

سرک-شاهراه-p1zcdffmjdtfl71d7sdivhuf3tknzcxs4se1b5l5sk

د زابل د اټغر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له دې ولسوالي مرکز کلات ښار ته د غځېدلي سړک خرابوالي له کبله د درېوو ساعتونو مزل ۲۴ ساعتونو ته اوږد شوی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د لارې خرابوالي له کبله يې بېړني ناروغان کلات ښار ته تر رسېدو مخکې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي او د ژمي پرمهال ان د خوړو له کمښت سره هم مخ کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د زابل مرکز کلات ښار څخه اټغر ولسوالي ته پر غځېدلې لویې لارې د کوچنیو موټرو ترڅنګ، د لویو موټرو سفر هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ وي.

د اټغر ولسوالي اوسېدونکي حاجي غني وویل: «موږ ډېر زیات په تکلیف کې یوو. لارې ډېرې خرابې دي. دا لاره د خلکو لپاره یو لوی جنجال دی، درې ساعتونو لاره ده، خو موږ په مټه کې په ۲۴ ساعتونو کې قلات ښار ته ورسیږو.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی غلام نبي بیا وايي چې د ژمي په رارسېدو سره د دې ولسوالي ډېری اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخ کېږي چې په وینا یې، نه مرکز کلات ته تللی شي او نه یې له کندهار څخه راوړلی شي. «د لارو له کبله ډېر په تکلیف کې یوو چې باران وشي، نه مو مریض مرکز قلات پورې رسېږي، نه مو ټپي.»

د زابل محلي چارواکي وايي، پلان لري چې راتلونکي کال کې د اټغر ترڅنګ، د درېوو نورو ولسوالیو لارې په اساسي ډول ورغوي.

د زابل د ټولګټو رییس احمد احمدي وايي، هڅه کوي چې مرکز کلات څخه تر ډیورنډ فرضي کرښې پورې د لویې‌لارې د جوړولو کار منظور او رغنیزې چارې یې راتلونکي کال کې پیل کړي.

هغه وویل: «موږ د زابل په لرې پرتو ولسوالیو کي د اټغر ترڅنګ په راتلونکي کال کې په پلان کې لرو چي د  شملزو، نوبهار او شینکۍ ولسوالیو ته هم ورغځیدلي لارې په پاخه او اساسي ډول باندې جوړې شي. زموږ هڅه دا ده چې د مرکز قلات څخه د ډیورنډ تر فرضي کرښې پورې عمومي شهرا له لپاره منظوري واخلو او جوړه يې کړو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

زابل کې د اټغر ولسوالیو اوسېدونکي داسې مهال د یادې ولسوالي د لارې خرابوالي څخه شکایت کوي چې په دې ولایت کې د نورو ولسوالیو له ورِغځیدلو لارو هم ورته شکایتونه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام