د زابل د یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د یاد ولایت مرکز ته د خپلو ولسوالیو د غځېدلو لویو لارو د خرابوالي له امله شکایت کوي.
د زابل په سوېل کې پرتې شمولزۍ، شینکۍ، نوبهار او اټغر ولسوالیو اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې مرکز قلات ته غځېدلې لارې یې خرابي دي او په وینا یې، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی همداراز زیاتوي چې شینګۍ ولسوالي پر سیند نړیدلي پُل هم خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولي او ډېری وخت ناروغان د قلات روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره په موخه د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د شملزو ولسوالي اوسېدونکي بهلول وویل: «ټول پر همدې لارې ځي، که دا لاره راته جوړه او پخه شي، دا به ډېر یو لوی کار شوی وي، حتا اوس په پسرلي کې که هم لږ باران وشي، دا لار خلک په ستونزه کې اچوي، باربري موټر خو بیخي نشي پر تللی.»
په ورته مهال د زابل د شینګۍ ولسوالي اوسېدونکي ګلاغا بیا سلاموطندار ته وویل چې د یادې ولسوالي خلک د نړېدلي پُل رغېدو او لارې ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د پُل نړېدو له کبله په شپو شپو ناروغان پراته وي او له سیند نشي تېرېدلی دی.
زابل کې د لویو لارو د خرابوالي او شته ستونزو په اړه د دې ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسولین وايي هڅې کوي چې د امکان تر برېده لویي لارې ورغوي.
د زابل د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي په دې اړه وویل: «زموږ کوښښ او هڅې روانې دي چي یادو ولسوالیو ته ورغځیدلې لارې د پاکستان تر سرحد پورې جغل اندازي کړو، خو که مو بودیجه لږ څه زیات لاسته راغله، د دې لارې د اساسي جوړولو پلان هم موجود دی.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې د ژمي موسم کې د زابل ګڼشمېر ولسوالیو ته غځېدلې لارې ډېری وخت د درنې واورې او باران له امله بندیږي او ولسي وګړې له ډېرو ستونزو سره مخ وي.