Asset 1SWN

د زابل اوسېدونکي: پاکستان سره د پنځو ولسوالیو نښلېدونکې لار دې ورغول شي

272899978_130784706102194_4282729181105993864_n

د زابل یو‌شمېر اوسېدونکې له ګاونډي پاکستان سره د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو او مرکز «قلات» ښار د نښلېدونکې لویې لارې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د یادو ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، که دغه لویه لاره ورغول شي، مرکز قلات ښار سره پر ټرانسپورټي اسانتیاوې سربېره ډیورنډ کرښه کې به پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراختیا ومومي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه لویه لاره چې د زابل سیوري، شینکۍ، اټغر، نوبهار او شلمزي ولسوالۍ او مرکز قلات ښار له پاکستان سره نښلوي، نږدې ۹۴ کیلومټره اوږدوالی لري.

د دغه ولسوالیو د اوسېدونکو په وینا، د یادې لارې په رغېدو سره به د زابل ګڼ‌شمېر اوسېدونکو ته بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر شي.

د زابل یوه اوسېدونکې شېرمحمد وویل: «زموږ لویه لاره، تاسې ته بهتره معلومه ده چې په تېر شل کلن نظام کې د پښۍ تر غره پورې جوړه شوې. له هغه وروسته تر بازار، شملزو ولسوالي او ان تر سرحد پورې خامه ده. زموږ د دې لویې لارې څخه شینکۍ ولسوالي او څلور نورې ولسوالي د دې لارې څخه ګټه پورته کوي.»

بل‌خوا د زابل یو‌شمېر سوداګر بیا د یادې لویې لارې رغول د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ لپاره ګټوره بولي او په وینا یې، دغه لاره به د یاد ولایت پر ټولو اوسېدونکو مثبته اغېزه وکړي.

یوه سوداګر حاجي محمدهاشم مرغه‌وال وویل: «دا لویه لاره پنځه ولسوالۍ د مرکز قلات په شمول د یوه ګاونډي هېواد پاکستان سره نښلوي او طبیعي خبره ده چې د دې لارې په جوړېدو سره به په صادراتو او وارداتو کې ډېروالی راشي، د زابل وچې مېوې به نورو هېوادونو ته لاره پیدا کړي او په ټولییز ډول به د زابل د خلکو پر اقتصاد مثبته اغېزه ولري.»

په همدې حال کې د زابل د ټولګټو چارو رییس احمد احمدي که  څه هم د دې لاري اړوند د خلکو ستونزې تاییدوي، خو په وینا یې، د یادې  لویې لارې  د جوړېدو لپاره يې تازه هڅې پيل کړې دي.

هغه وویل: «دا تقریبا ۹۴ کیلو متره سیمه ده چې هېڅ لاره نه‌لري. اوس مو د دې لارې د جوړېدو لپاره یو شرکت ټاکلی دی چې د معادن په بدل کې ۳۰ کیلو متره لاره جوړه کړي. د یادې لارې دوه نورې برخې هم په پلان کې لرو چې د رغولو چارې به يې پیل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل سربېره د هېواد په ګڼ‌شمېر نورو برخو کې هم خلک د لویو لارو د خرابوالي په اړه شکایت کوي او د یادو سیمو اوسېدونکي وايي چې ډېری ټرافیکي پېښې هم له همدې کبله رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام