Asset 1SWN

افغانستان کې د ښځو وضعیت ته کتنه

Afghan-Women-1677-pym9gpxzi2vy8bu8cqqjdp1wb1ir2goq9hcb1dd3ew

افغانستان د اسیا په زړه کې هغه هېواد دی چې په څه باندې سلو کلونو کې د سیاسي او نظامي اړ و دوړ شاهد دی او دغه وضعیت یې د وګړو، په تېره د ښځو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.

افغان ښځو ته په ۲۰۰۱ کال کې یو ځل بیا د فعالیت لاره هواره شوه او په شاوخوا دوو لسیزو کې یې له هر اړخه د پام وړ پرمختګ وکړ، خو دا ګړندی بهیر یې د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې یو ځل بیا ټکنی او ان په ټپه ودرېده.

په افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون سره سم افغان ښځې په سېسټماټیکه توګه د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه څنډې ته شوې او پر کار او زده‌کړو یې ورځ تر بلې محدودیتونه ډېر شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د شته تشې ډکولو په موخه یوشمېر څېړنیز راپور جوړ او خپاره کړي چې اوس یې شمېر ۴۲ ته رسېږي. اوس په دغه راپور کې د افغان ښځو وضعیت ارزول شوی او پایلې له تاسو سره شریکېږي.

مخینه

په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته افغان ښځې او د هغوی وضعیت تل د ډېری نړیوالو غونډو د بحث وړ موضوع وه؛ ځکه پر هغوی پراخ محدودیتونه لګېدلي او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې له فعالیت څخه بې‌برخې شوې دي.

سلام‌وطندار د افغان ښځو د وضعیت په اړه د لسګونو راپورونو د خپرولو لپاره په نهو میاشتو کې له ۱۷۰۸ ښځو سره د مستقیمو خبرو، د پوښتنلیکونه وېشلو او زنګونو له لارې مرکې کړي او د هغوی د وضعیت په اړه یې پوښتلې دي.

د راپور لنډیز

سلام‌وطندار په نهو میاشتو کې ۳۹ څېړنیز راپورونه او درې نظرپوښتنې خپرې کړې دي. په منځنۍ کچه په هر څېړنیز راپور کې له ۳۰ ښځو سره مخامخ خبرې شوي او په هره نظرپوښتنه کې په منځنۍ کچه ۳۴۷ ښځو ګډون کړی دی.

په ټولیز ډول، سلام‌وطندار په څېړنیزو راپورونو جوړولو لپاره له ۶۶۶ افغان ښځو سره مخامخ مرکې کړي او ۱۰۲۴ ښځو هم د پوښتنلیکونو ځوابولو له لارې په درېوو نظرپوښتنو کې ګډون کړی دی.

پر افغان ښځو د محدودیتونو له لګېدو وروسته د هغوی اقتصادي وضعیت ته کتنه

هغه افغان ښځې چې په ۳۹ څېړنیزو راپورونو کې یې ګډون کړی، په څه وضعیت کې دي؟

سلام‌وطندار د افغان ښځو د اقتصادي وضعیت د ارزولو لپاره ټول‌ټال له ۶۶۶ ښځو سره مرکې کړي چې له ډلې یې د ۴۰۲ هغو اقتصادي وضعیت چې د ګډونوالو ۶۰ سلنه جوړوي، له محدودیتونو وروسته ترینګلی شوی دی.

۱۶ نظامیانې، له دولتي ادارې ادارو ۱۸ منفک شوې، د وړکتونونو ۱۴ ښځینه ښوونکې، ۲۶ مدافع‌ وکیلانې، ۱۷ خبریالانې، ۲۱ د سپورټ لوبغاړې، ۳۰ هغه ښځې چې بېلابېلو برخو کې د کاري جواز غوښتنه کوي، ۱۷ سوداګرې، ۲۶ قابلې، ۷۶ کونډې، ۲۱ د لاسي توکو پلورونکې او ۲۲ ماشومانې چې کار کوي، هغه ښځې دي هېواد کې له وروستي بدلون وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي یا یې هم عواید کم شوي دي.

کاري بندیز او پر کاروباري ښځو یې اغېزې

سلام‌وطندار د ښځو د کار برخه کې ۱۷ څېړنیز راپورونه جوړ او خپاره کړي چې له ډلې یې نهه د کار لرونکو او اته نور هم د هغو ښځو په اړه دي چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

روغتیا، زده‌کړې، سوداګري، صنایع، رسنۍ او څو محدودې حکومتي ادارې هغه برخې دي چې څه‌ناڅه ښځې په‌کې کار کوي، خو په ټوله کې افغان ښځې په دولتي او نادولتي ادارو او ان سینګارتونونو او سپورټ کې د کار اجازه نه لري.

سلام‌وطندار په ۱۷ څېړنیزو راپورونو کې له ۲۵۵ ښځو سره چې دندې لري او ۱۳۰ نورو ښځو سره چې دندې یې له لاسه ورکړي، مرکې کړې دي.

۴۴ هغه ښځې چې په سینګارتونونو کې یې کار کاوه، له بېلابېلو دولتي ادارو څخه لرې شوې ۱۸ ښځې، ۱۷ خبریالانې، ۲۰ د سپورټ لوبغاړې، ۱۴ د وړکتونونو ښوونکې چې له دندو ګوښه شوي، هغه ښځې دي چې اوس له وزګارتیا سره لاس او ګرېوان دي.

بله‌خوا سلام‌وطندار له ۲۲ کارګرو نجونو، ۲۱ هغو ښځو سره چې د ښځو په برخه کې کار کوي، ۲۱ ښځینه هنرمندانو، ۳۰ ښځو سره چې د کار غوښتنه کوي، ۲۳ سوداګرو مېرمنو، د لاسي توکو له ۲۱ ښځینه پلورونکو، ۱۷ ښځینه قابلو، ۳۰ ښځو سره چې له بدلون وروسته یې خیاطۍ ته مخه کړې او ۲۳ ښځو سره چې هېواد کې یې له شته‌ ننګونو سره سره کار پیل کړی، هم مرکې کړي او پایلې یې ښيي چې په ځینو اړوندو برخو کې له فعالیت سره سره پر افغان ښځو کاري محدودیتونه زیات شوي دي.

د افغانستان غوندې دودیزه ټولنه کې د ښځو وضعیت او له محدودیتونو وروسته یې پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېروالی

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه پدیده ده چې په افغانستان کې یې کلتوري او ټولنیز بستر خپور دی او د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو چوپتیا او ځان سانسورولو هم د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام لامل شوی دی.

سلام‌وطندار له افغان ښځو سره د تاوتریخوالي وضعیت ارزولو په موخه دوه نظرپوښتنې او د ښځو د وژلو په اړه یې یوه ټولیزه ارزونه کړې او پایلې یې ښيي چې د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

سلام‌وطندار په ټوله کې د ۹۱۱ ښځو وضعیت ارزولی چې له ډلې یې ۷۶۷ هغه چې ۸۴ سلنه جوړوي، له بېلابېل تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

په دغو ښځو کې، ۱۷۳ یې وژل شوي، ۳۴۳ یې د ښځو له لوري تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او ۲۵۱ هم د بېلابېلو کسانو له لوري تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

د افغان نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته د هغوی وضعیت

سلام‌وطندار د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې یوه سروې او یو څېړنیز راپور چې له ۳۳۰ کسانو سره په‌کې مرکې شوي، جوړ کړي دي.

په دې ډله کې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د ۳۰۷ ښځینه زده‌کوونکو برخلیک ارزول شوی دی.

د دغو دوو راپورونو موندنې ښيي چې افغان نجونې بې‌برخلیکه شوي او له اروايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د سلام‌وطندار په سروې کې ۹۵ سلنه ښځینه ګډونوالو ویلي چې که له هېواده بهر ورته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي، کډوالۍ ته به مخه کړي.

حقوقي خدمتونو ته د افغان ښځو د لاسرسي وضعیت

سلام‌وطندار د افغان ښځو په حقوقي برخه کې ۲۱ څېړنیز راپورونه چې د ۷۷۷ ښځو وضعیت او برخلیک په‌کې ارزول شوی، څېړنیز راپورونه جوړ کړي دي. په دغو راپورونو کې، د ۲۴ ښځینه سینګاروونکو، ۲۲ کارګرو نجونو، ۳۰۷ ښځینه زده‌کوونکو، ۱۶ ښځینه نظامیانو، ۱۸ منفک شویو او شپږ ښځې چې د خپلو ماشومانو د حضانت حق نه لري، د روغتیا برخه کې د ۳۰ ښځو، ۲۶ مدافع وکیلانو، څلورو ښځو چې په کم عمر په زوره واده شوي، ۱۹ طلاق شویو، ۲۰ ورزشکارانو، د ۳۰ هغو ښځو چې د کار اجازه غواړي، ۱۷ ښځو چې د میراث حق یې نه‌دی ورکړل شوی، ۳۰ ښځو چې د مهر حق یې نه‌دی ورکړل شوی، ۲۳ نجونو چې شپږم ټولګی یې پای ته رسولی، پنځو ښځو چې په ستره محکمه کې دوسیه لري او د سینما د اتلس ښځینه لوبغاړیو وضعیت ارزولی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سلام‌وطندار دغه راز، د امن خونو وضعیت، عدلي او قضايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کموالی او د ښځو د وژلو او ځان‌وژنې ۱۷۳ پېښو ته هم کتنه کړې ده. دا موندنې ښيي چې کاري، عدلي او حقوقي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی.

د ښځو روحي او اروايي ستونزې

سلام‌وطندار د ښځو د روحي او اروايي وضعیت ارزولو په موخه اته څېړنیز راپورونه جوړ او خپاره کړي دي. په دغو راپورونو کې د سینما له اتلسو لوبغاړیو، ۲۰ ښځینه ورزشکارانو، پر رواني ستونزو له شپاړلسو اخته ښځو، ۱۳ ښځینه سینګاروونکو، ۲۶ ښځینه مدافع وکیلانو او ۱۳ ښځینه نظامیانو سره د هغوی د رواني ستونزو او ننګونو په اړه مرکې کړې دي.

همدارنګه، د ۴۱۲ ښځو له ډلې چې د نورو ښځو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ۹۱،۲ سلنه یې له روحي او اروايي ستونزو سره مخامخ شوي او په ۳۱۲ ښځو کې چې له بېلابېل تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ۵۲ سلنه یې له روحي او اروايي ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د ښځو ټولنیزه برخه

سلام‌وطندار په دې برخه کې شپږ څېړنیز راپورونه چې د ۸۵۳ ښځو وضعیت په‌کې ارزول شوی، جوړ او خپاره کړي دي.

په ټولنیزه برخه کې، له دېرشو ښځو سره د هغوی د مهر حق، اووه‌لسو سره د میراث حق، له دېرشو ښځو سره د کورني تاوتریخوالي، ۱۸ ښځو سره چې بنې لري، ۱۹ طلاق شویو، ۴۱۲ ښځو سره چې د نورو ښځو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او ۳۲۷ ښځو سره چې په ټولنه کې یې تاوتریخوالی تجربه کړی، مرکې کړې دي. د دغو موندنو پر بنسټ، ښځې په کور کې هم خپلو لومړنیو او بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې ده چې د ښځو د ژوند پر بېلابېلو برخو محدودیتونه داسې مهال دوام لري چې نړیوالې ټولنې یې تل د لرې کولو غوښتنه کړې دي.

وړاندیزونه

حکومت د ښځې موجودیت او کرامت ته د درناوي او د ټولنې نیمايي برخې په توګه یې د ځای ثابتولو لپاره مسوولیت لري چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او د زده‌کړو او کار په ګډون، د هغوی بنسټیز حقونه ورکړي.

هغه څه چې په دې برخه کې باید وشي، په لاندې ډول دي:

۱- د اسلامي امارت سرپرست حکومت ته وړاندیز کېږي چې د یوه مشخص میکانیزم له مخې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

۲- له سرپرست حکومت څخه غوښتل کېږي چې په بېلابېلو برخو کې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي. ښځې په خپل نوښتګر فکر او مسلکي وړتیا کولای شي په اقتصادي وده کې اغېزناک رول ولوبوي.

۳- د سلام‌وطندار موندنې د افغان ښځو د ناوړه روحي او اروايي وضعیت ښکارندويي کوي؛ نو سرپرست حکومت باید د انساني ژمنې په برخه کې د ښځو د منزوي کېدو مخنیوي لپاره محدودیتونه پای ته ورسوي.

۴- سلام‌وطندار د هېواد له ټولو مدني او رسنیزو بنسټونو غواړي چې د اغېزناکو او فرهنګ‌جوړوونکو لوریو په توګه خپلو بنسټیزو حقونو ته د ښځو لاسرسي برخه کې مسوولان ګامونه اوچت کړي.

۵- د سلام‌وطندار رسنیزه موسسه (سلام‌وطندار راډیو) له څېړونکو، څېړنیزو او رسنیزو بنسټونو غواړي د ښځو په برخه کې ټولنیزې څېړنې وکړي او د ښځو له ستونزو او اندېښنو څخه پرده پورته کړي، څو حل ته یې د اړوندو مسوولانو پام ور واوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام