د بهرنیو چارو وزارت د بلغاریا پلازمېنې صوفیا کې په یوې لارۍ موټر کې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د مړینې له کبله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه د صوفیې ښار اړوند پر حلقوي سړک یوې لارۍ موټر کې ۱۸ افغان پناه غوښتونکي درې ورځې ایسار پاتې وو چې د لوږې، تندې او د اکسیجن کمښت له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې لارۍ کې ایسار پاتې یوشمېر نور کسان بیا د پولیسو له لوري د ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د ناقانونو او قاچاقي لارو د ټاکلو له امله دې خپل ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.
دغه وزارت ویلي: «د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزارت د دغه غمجنې پېښې له امله د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ کوي چې خپل ژوند د ناقانونه او قاچاقي لارو له لارې په خطر کې وانه چوي.»
د بهرنیو چارو وزارت همداراز له ټولو نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له بلغاریا څخه غوښتنه کړې چې انسان قاچاق وړونکي دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د بلغاریا د یوشمېر رسنیو د راپورونو له مخې، د سلواغې میاشتې په ۲۸مه د جمعې پر ورځ د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو جسدونه د دغه هېواد پلازمېنه صوفیا کې د پولیسو له لوري په یوې لارۍ موټر کې موندل شوي دي.
پولیسو ویلي چې دغو کسانو غوښتل په ناقانوني لارو صربستان ته سفر وکړي. د پولیسو په وینا، د سیمې یوه اوسېدونکي د صوفیې ښار ۲۰ کیلومټرۍ لوکورسکو سیمه کې د یوې لارۍ موټر د درېدو په اړه خبر ورکړی و.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پولیسو رسنیو ته ویلي چې دغه لارۍ موټر کې ۵۲ کسان په ناقانونه توګه د لرګو لاندې ځای پر ځای شوي وو.