په پلازمېنه کابل کې یو شمېر په زده کړو سمبالې نجونې وايي، په اړوندو تحصیلي څانګو کې د کار او کاري تجربې نه لرلو له کبله یې دوکانداري پيل کړې ده. په کابل ښار کې د عطرو یوه پلورونکې نوشین حلیمي وايي، سره له دې چې د حقوقو برخه کې زده‌کړې لري؛ خو اوس عطر پلوري.

دوه نورې نجونې منېژه او هدیه چې په پلازمېنه کې په دوکاندارۍ او بازارموندنې بوختې دي وايي، د کار په پیل سره د کورنۍ له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو دا یې ثابته کړه چې له کوره بهر کار کولی شي.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو شنونکی سیف الدین سیحون سلام‌وطندار ته وویل، نه یوازې مېرمنو بلکې نارینه وو ته هم د کار شرایط نه دي رامنځته شوي.

د سیحون په خبره،۸۰ سلنه دندې، کار او فعالیتونه نارینه او ۲۰ سلنه مېرمنې تر سره کوي.

له پرله‌پسې هڅو سره سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نظر څرګندولو ته حاضر نه شو.

که څه هم ډېر کله حکومت ځوانانو ته د کاري موکې برابرولو ژمنه کړې؛ خو ښکاري چې حکومت په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام