د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا نن کابل کې یوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې د دویم کال د اوولسمې کاري دورې په اړه د یاد بنسټ موندنې له رسنیو سره  شریکې کړې. د فيفا موندنې ښي چې حکومت د پارلمان په کارونو کې مداخله درلوده.

د ياد بنسټ د پارلمان برخې څارنې مسوول حسیب الله معترف وایي، د هغو  تقنیني سندونو له ډلې چې د ولسي جرګې د دویم کال اوولسمې  کاري دورې په ترڅ کې ولسي جرګې ته استول شوي ۵۰  سلنه یې د ولسمشر غني فرمانونه جوړوي.

د معترف په وینا، یادې جرګې ته د یو شمېر ډېرو تقنیني فرمانونو وراستول د دې ښکارندويي کوي چې د قانون پلي کولو په برخه کې د ولسي جرګې اساسي دنده کې د حکومت له لوري سرغړونه شوې ده.

معترف همداراز وایي، د هېواد پارلمان د دویم کال په اوولسمه دوره کې ۳۲ سندونه څېړلي چې له دې ډلې یې ۵۰ سلنه تایید او ۵۰ سلنه نور یې رد کړي.

د هغه په وینا، د ولسمشر غني له لوري د هغو ۱۶ تقنیني فرمانونو له ډلې چې ولسي جرګې ته یې استولي یوازې ۲ فرمانونو یې د تایید رایه ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د ازدو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوول محمد نعیم اصغري په دې ناسته کې وایي، د یاد بنسټ موندنې ښیي چې د پارلمان د دویم کال اوولسمه دوره له ننګونو ډکه وه؛ خو بیا یې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د اصغري په وینا، پارلمان د قانون پلي کولو په برخه کې د حکومت له لوري د لاس وهنو او مداخلې په اړه د پام وړ اقدامات نه درلودل.

ومو غوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ مانۍ نظر هم له ځان سره ولرو  خو له اړیکو نیولو سره سره بیا هم بریالي نه شوو.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د پارلمان د کمزوریو او نیمګړتیاوو له منځه وړل، د قوا تفکیک ته درناوی، له ولسي جرګې څخه غوره تصویر وړاندې  کول، د تلپاتې کمیسیونونو راکمول، د قوانینو د څېړلو  د پروسې چټکتیا، د پارلمان څېړنیز مرکز رامنځته کول، د څارنې میکانیزمونو څخه سمه ګټه اخيستنه، د کمیسیونونو د فعالیتونو پیاوړي کول او له حکومت سره  د اغېزمنو اړیکو وړاندیزونه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام