ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد لامل ګرځي

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه وکړه. د دې جرګې یوشمېر غړيو د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام د اساسي قانون خلاف وباله چې د وکیلانو د باور رایه یې نه ده اخیستې. د دوی په وینا، سره له دې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې ژر به نوي نوماندوزیران ور وپېژني، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره سره یې بیا هم دغه کار نه دی کړی.

ننګرهار کې د واکسیناتورانو ترور؛ په مرکز او دوو ولسوالیو کې واکسین ځنډېدلی

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې مسوول ډاکټر جان‌محمد صاحبزاده وايي، د جلال‌اباد ښار په ګډون، په بهسودو او سره‌رود ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین درول شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه کار له هغه وروسته شوی چې تېره ورځ په جلال‌اباد کې د ګوزڼ واکسین درې ښځینه کارکوونکې ترور شوې.

بامیان؛ پر جنسي تېري تورن ملا خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړه

د بامیان د ښځو چارو ریاست مسوولانې په بدو کې د یوې کم‌عمره نجلۍ د ورکړې خبر ورکوي.
د بامیان د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي وايي، د دغه ولایت په شیبر ولسوالي کې یوې کورنۍ خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړې ده. د هغې په وینا، د یادې نجلۍ پلار دیني عالم دی او د ګاونډي پر مېرمنې د جنسي تېري د تور په بدل کې یې خپله لور په بدو کې ورکړې ده.

طالبان: امریکا راته په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو نه دي ویلي

که څه هم د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې ته یوه میاشت پاتې ده، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې ځواکونه به یې له درې تر شپږ میاشتو پورې نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

تخار کې چاودنې د دغه ولایت د علماوو شورا د رییس ژوند واخیست

د تخار ولایتي چارواکي تاییدوي چې څو شېبې مخکې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده.
د دوی په وینا، پېښه د تخار د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي پر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له کبله شوې ده.
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د پېښې له ځایه د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي جسد او درې ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

بدخشان کې به ډېر ژر ۱۵ زره کورونه رڼا شي

د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې په بدخشان کې د شورابک برښنا بند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دوی په وینا، د دغه بند له پرانېستې وروسته به د دغه ولایت له ۱۵ زره ډېرو کورنیو ته برښنا ورسېږي.
د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند احمدسیر نېکزاد سلام‌وطندار ته ویلي چې د بدخشان شورابک بند له شپږکلن کار وروسته د ۴۵ میلیونه یورو په مالي لګښت د فیکا په نوم د یوه ترکي شرکت له لوري جوړ شوی دی.

لوګر کې د پکتیا د دویمې سرحدي لوا درستیزوال وژل شوی

د پکتیا دویمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض وژل شوی
په لوګر کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د مرکز پل‌علم اړوند په خضر بازار سیمه کې د پکتیا د دویمي سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض پر موټر وسله‌وال برید کړی دی. د سرچینې په وینا، په دغه برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.