ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد لامل ګرځي

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه وکړه. د دې جرګې یوشمېر غړيو د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام د اساسي قانون خلاف وباله چې د وکیلانو د باور رایه یې نه ده اخیستې. د دوی په وینا، سره له دې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې ژر به نوي نوماندوزیران ور وپېژني، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره سره یې بیا هم دغه کار نه دی کړی.

حکومت باید د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسوي

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، حکومت باید نور د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي چې د نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د درېیم کال په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت باید د مدیریتي تشې ډکولو او د چارو د ښه تنظیم لپاره نوي نوماندوزیران جرګې ته ور وپېژني.