داعش ډلې ننګرهار کې پر طالبانو د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

کندهار کې د رویټرز خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي وژل شوی

هندوستان ټایمز ورځپاڼې تایید کړې چې د رویټرز خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي د کندهار اړوند په سپین بولدک ولسوالي کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس هم د دانش صدیقي د وژنې خبر تایید کړی دی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم د نوموړي وژنه تایید کړې ده.