د المان د دفاع وزیر انه‌ګرت کرامپ کارن‌باوئر ویلي چې له افغانستان څخه یې ټول الماني سرتیري اېستلي او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته رسولی دی. په افغانستان کې د المان د وروستیو دوه لسیزو پوځي حضور د دغه هېواد تر ټولو مرګونی ماموریت ګڼل شوی دی.

 د المان د دفاع وزیر په یوه بیان کې ویلي چې بېګاه شپه د دغه هېواد وروستي سرتیري له افغانستان څخه ووتل چې ورسره یې په افغانستان کې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته ورساوه. هغه وویل: «وروسته له شلو کلونو څخه زمونږ وروستي سرتیري له افغانستان څخه بېګاه شپه ووتل او اوس کور ته پر لار دي.»

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

المان په افغانستان کې ۱۱۰۰ سرتیري درلودل چې ډېری یې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې دېره وو. المان په ناټو سازمان کې له امریکا وروسته دویم هېواد دی چې په دغه سازمان کې تر ټولو ډېر سرتیري لري. له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د المان په پوځي ماموریت کې د جګړو پرمهال د دغه هېواد ۵۹سرتیري وژل شوي دي.

له افغانستان څخه د المان پوځیان په داسې حال کې وځي چې د رویټرز خبري اژانس له قول ویل شوي چې امریکایي چارواکو خبر ورکړی چې تر راتلونکو څو ورځو به له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ بشپړه شي.

د رویټرز خبري اژانس نن ویلي چې امریکایي ځواکونه به له دغه هېواده په بشپړه توګه ووځي. خو ۶۰۰ امریکایي سرتیري به په کابل کې د امریکا سفارت او د دغه هېواد د ډېپلوماټانو د خوندیتوب لپاره افغانستان کې پاتې شي.



 دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یوه امریکایي ډېپلوماټ سلام‌‌وطندار ته ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له بشپړېدو وروسته به په دغه هېواد کې ۶۰۰ امریکایي سرتیري د امریکا سفارت او د ډېپلوماټانو د امنیت د خوندیتوب او له افغان پوځ او د کابل هوایي ډګر د ساتنې په موخه په افغانستان کې دېره وي.

څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې له افغانستان څخه ۵۰سلنه سرتیري اېستلي دي. دا تازه او وروستي معلومات دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د چټکوالي په اړه له رویټرز خبري اژانس سره شریکېږي.

د رویټرز خبري اژانس د دغه راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت پرون ورځ دغه خبري اژانس ته ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، په دغه هېواد کې د امریکا د ماموریت د پای په معنی نه دی.

امریکایي چارواکو رویټرز ته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د کره وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو له وړاندې د اعلان شوي مهال وېش پر بنسټ، تمه ده له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه بشپړ شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام