د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالي د «تنګي درې» اوسېدونکي وایي چې په دې سیمه کې یې د هغو دوو کسانو مړي موندلي چې تېره اوونۍ د ناپېژنده وسلهوالو له لوري تښتول شوي وو.
د یاد ولایت د سېداباد ولسوالي یوه اوسېدونکي خیرالله سلاموطندار ته وویل چې وژل شوي کسان یوه اوونۍ وړاندې د سیداباد ولسوالي د تنګي درې سیمې له قلعهامیر بازار څخه ناپېژانده وسلهوالو تښتولي وو چې نن سهار یې مړي د همدغې ولسوالي د سیند تر غاړې موندل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې وژل شوي کسان د سیداباد ولسوالي د تنګي درې سیمې اوسېدونکي دي او له هېچاه سره یې شخصي دښمني نه لرله. د سیداباد ولسوالي دغه اوسېدونکي د اسلامي امارت له امنیتي مسوولانو وغوښتل چې د پېښې په اړه ژوره پلټنه وکړي او عاملان دې د قانون منګلو ته وسپاري.
په ورته مهال د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفيالله سلاموطندار ته د پېښې پخلی کوي او وايي چې د اسلامي امارت مسوولان په دې اړه پلټنې کوي او ډير ژر به یې جزییات له رسنیو سره شریک کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په میدان وردګ ولایت کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري دغه کسان داسې مهال برمته او بیا وژل کېږي چې د مخکیني حکومت له پرځېدو راهیسې د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې د مخکیني حکومت یوشمېر کسان له تښتولو څو ورځې وروسته مړ موندل کېږي چې دې چارې د خلکو ترمنځ اندېښنې راپارولي دي.