Asset 1SWN

سلام وطندار

طالبانو په کندوز کې ۷ امنیتي ځواکونه وژلي

Armmmy-oxc6h41c8c2wcuztv3991xmxkxu24k0oaz8via9x1w

په کندوز کې یوه امنیتي سرچینه وايي، طالبانو نن سهار د دغه ولایت په خان‌اباد او دشت‌ارچي ولسوالي کې د ملي اردو پر یوشمېر پوستو بریدونه کړي دي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په خان‌اباد ولسوالي کې د طالبانو د برید له کبله دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او دوه پوستې د دې ډلې لاس ته ورغلې دي. په دغه برید کې ۴ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دشت‌ارچي ولسوالي کې د طالبانو په برید کې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

په کندوز کې امنیتي مسوولان او د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو په دې اړه څه نه وايي، خو د دغه ولایت د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي چې په یاده ولسوالي کې د طالبانو په برید کې یوازې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې د دغې ډلې د جنګیالي یوشمېر وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام