Asset 1SWN

‌«د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې باید ښځو ته د ګډون فرصت برابر شي»

158255478_4576308092385953_1538068006365304054_o

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې د افغانستان سولې په ټولو پړاوونو کې ښځو ته د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.

شهرزاد اکبر ومنله چې په دغه بهیر کې د ښځو کمه ونډه نه‌شي کولای په افغانستان کې سوله ټینګه کړي.

نوموړې زياته کړه: « دې لپاره چې دغه بهیر عادلانه وي او ټولو افغانانو لپاره ښه پایله ولري، موږ اړتیا لرو تر څو په دغه بهیر کې ښځو ته ونډه ورکړل شي. زموږ غوښتنه دا ده تر څو د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو او اوربند په رامنځته کېدو سره د افغانستان له ګوټ ګوټه ښځو ته د سولې په بهیر کې ونډه ورکړل شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا یوناما هم د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرلو سره د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي:« د سولې بهیر افغان پیاوړو مېرمنو ته دا چانس ورکړی چې د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ مذاکره وکړي او په خپله ټولنه کې یې د ستونزو او شخړو پای ته رسېدو لپاره ملاتړ کړی دی. د دغو مېرمنو پیاوړتیا او د سولې په بهیر کې ښځو ته ونډه ورکول چې د افغانانو له حقونو څخه ملاتړ کوي یوه اړینه چاره ده.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په وینا، په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي اصلي قربانیان ښځې دي.

دغه کمیسیون ۲۰۲۱ میلادي کال افغان مېرمنو لپاره ناوړه کاله بللی او وايي، د روان میلادي کاله له پیله تر دا مهاله د ټولنیزو فعالیتونو له کبله ۶ مېرمنې وژل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام