د هېواد د لوېدیځ زون د عالمانو شورا د «سوله او اوربند غواړو» تر نامه لاندې په جوړې شوې غونډه کې له امنیتي ځواکونو او اوسني نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، د هېواد اوسنی نظام شرعي او اسلامي دی چې دیني عالمان ترې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د ګذرګاه جامع جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري د تېرې جمعې ورځې په خطبه کې له اوسني نظام څخه ملاتړ کبیره ګناه بللې او ټینګار یې کړی، هغه دیني عالمان چې له اوسني حکومت څخه ملاتړ کوي، د یهودو او نصاراوو له ډلې دي.

اوس د لوېدیځ زون د عالمانو شورا د مجیب الرحمان انصاري وروستیو څرګندونو پر خلاف ټینګار کوي چې دیني عالمان نه بايد په هېواد کې ناورین رامنځته کړي.

د هېواد د لوېدیځ زون د عالمانو شورا رییس مولوي خداداد صالح په دغه غونډه کې د دیني عالمانو په یووالي ټینګار وکړ.

د لوېدیځ زون د عالمانو شورا رییس په خپلو څرګندونو کې اسلام منځلاری دین وباله او ټینګار یې وکړ چې د امنیتي ځواکونو په مسلمانۍ کې هېڅ شک نشته.

په دغه غونډه کې دیني عالم قاري محمد اقبال عاصم هم د هرات ګذرګاه جامع جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، د لوېدیځ زون عالمان هېڅکله د پرتو ستونزو، بې عدالتۍ او په هېواد کې د ناامنیو په تړاو بې خبره نه دي؛ خو د نظام ړنګولو هڅه یې نه ده کړې.

بل دیني عالم عبدالقیوم ظفر هم د نظام پر اسلامیت ټینګار وکړ او ويې ويل، دیني عالمان نه بايد په هېواد کې ناورین او ستونزې رامنځته کړي.

په دغه غونډه کې د هرات پوهنتون د دیني زده کړو استاد عبدالمجید صمیم وویل، که څه هم په اوسني نظام کې تشې او ستونزې موجودې دې؛ خو بیا هم نه بايد یو څوک د نظام پر وړاندې ودرېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام