Asset 1SWN

د پاکستان تور بازار کې یو امريکايي ډالر په ۳۰۰ روپۍ تبادله کېږي

FILE PHOTO: A currency trader counts Pakistani Rupee notes as he prepares an exchange of U.S dollars in Islamabad, Pakistan December 11, 2017.  REUTERS/Caren Firouz/File Photo

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د کب اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په تور بازار کې یو امریکايي ډالر له ۲۸۵ تر ۳۰۰ روپۍ «کلدارې» ته لوړ شوی دی.

پاکستان کې صرافان وايي چې څه موده وړاندې دغه هېواد کې د روپۍ پر وړاندې ډالر ښکته شوي و، خو اوس بېرته لوړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان دولتي بانک بیا د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه ویلي و چې د دغه هېواد په ټولو بانکونو کې د یوه امريکايي ډالر نرخ ۲۶۰ روپۍ دی چې هغه مهال په تور یا ازاد بازار کې ۲۶۹ روپۍ و.

بل‌خوا رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد ته د بهر مېشتو پاکستاني وګړو له لوري د پيسو لېږد هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

 په راپورونو کې ویل شوي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې د بهر مېشتو پاکستانیانو له لوري خپلو کورنیو ته د پیسو لېږد کچه کمه شوې او د بهرنیو اسعارو د تبادلې د ټولنو د مسوولانو په وینا، له دې ښکاري چې دغه کسان تور بازار کې ډالر په روپیو بدلوي.

په ورته مهال پاکستان له تېرو ځو کلونو راهیسې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او ورځ تر بلې د دغه هېواد اقتصاد کمزوری کېږي.

که څه هم د پاکستان د دیوالي کېدو په اړه ګڼ‌شمېر اندېښنې څرګندې شوي، خو د یاد هېواد چارواکو په وار وار ویلي چې دغه اندېښنې بې‌بنسټه دي.

په ورته مهال د پیسو نړیوال صندوق څخه د پور ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد په کور دننه مالیې لوړې کړي چې په اړه یې ګڼ‌شمېر کسانو لاریونونه هم کړي دي.

 سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د پاکستان یو‌شمېر رسنیو ویلي چې د دغه هېواد حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د چارواکو ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې او هیله‌ یې ښودلې چې دغه صندوق به پاکستان ته د اقتصادي ستونزو وتلو لپاره نور پورونه هم ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام